خوست ښار (پژواک، ۲۹ وږی ۹۷): د خوست د ګربزو ولسوالۍ امنيه قوماندان د خوست امنيه قوماندان له خوا په زور له ولسوالۍ اېستل شوی او پرځای يې بل کس مقرر کړی دی.
دا څرګندونې پژواک خبري اژانس ته د خوست امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې د نوم ښودلو په شرط وکړې.
سرچينې وويل چې د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نوروزی نن د (وږي۳۰مه) ۱۰۰ ساتوونکو سره يو ځای دغې ولسوالۍ ته ورغلی او د ولسوالۍ قوماندان څارمن قديرالله يې په زوره له ولسوالۍ اېستلی او پرځای يې دويم څارن توفيق الله مقرر کړی دی.
سرچينې زياته کړه چې څارمن قديرالله په نشه يي توکو روږدی و او همدا ډول يې د خوست امنيه قوماندان له امرونو هم سرغړونه کوله.
په همدې حال کې د خوست امنيه قوماندان سکرتر لومړی څارن عبدالجليل عبدالرحيمزي پژواک اژانس سره خبرو کې تائيد کړه چې قديرالله له دندې ګوښه شوی، خو دا نه مني چې ګنې هغه دې په زور لرې کړل شوی وي.
عبدالرحيمزي زياته کړه قديرالله د ناسم روغتيايي حالت له امله له دندې ګوښه شوی او د تداوی په موخه د مرکز کابل پوليسو ۳۰۰ بستريز روغتون ته انتقال شوی دی.
پژواک هڅه وکړه چې د ګربزو ولسوالۍ د لرې کړل شوي قوماندان څارمن قديرالله نظر هم له ځان سره ولري، خو د بار بار اړيکو نېولو وروسته بيا هم بريالي نشوو.
خو د قديرالله ورور مشفق اصولي بيا پژواک اژانس سره خبرو کې وويل چې ورور يې مرکز کابل ته د يو نظامي کورس لپاره معرفي شوی دی او چارې يې سرپرست امنيه قوماندان مخته وړي.
هغه دا تش تبليغات بولي چې ګنې ورور يې په زور له دندې شړل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن