ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د عاشورا پر ویر کوونکو ډزو کې یو کس ټپي شوی

غزني کې د عاشورا پر ویر کوونکو ډزو کې یو کس ټپي شوی

author avatar
20 Sep 2018 - 16:08
غزني کې د عاشورا پر ویر کوونکو ډزو کې یو کس ټپي شوی
author avatar
20 Sep 2018 - 16:08

غزني ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٧): ناپېژاندو وسله والو د غزني ښار د اميرخان کلا په سيمه کې د عاشورا پر عزادارانو ډزې کړې چې په ترڅ کې يې يو کس ټپي شوى دى.

د غزني د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته يو شمېر ناپېژاندو وسله والو د غزني ښار د اميرخان کلا سيمې یوه جومات ته څېرمه د عاشورا پر عزادارانو ډزې کړې دي.

هغه وايي چې دغه ډزې له قلاتي سيمې پرې شوې چې په ترڅ کې یې يو کس ټپي شوى دى.

دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد محمد شريف پژواک ته وويل: ((هزاره وروڼه په عزادارۍ بوخت وو چې ډزې پرې شوې خو پوليسو سيمه کلابنده کړه، يواځې يو کس په کې ټپي شوى دى.))

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.