کندهار (پژواک، ۲۹ وږی ۹۷): چارواکي وايي چې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۹ نیول شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
دغه عملیات تېره شپه د دې ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کې شوي دي.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عملیات د ۰۳ قطعې د ځانګړو ځواکونو له خوا شوي چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله.
دی وايي، عملیات د تېر ماښام پر اوو بجو پيل او د سهار تر ۴ بجو یې دوام وکړ.
د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۹ نیول شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
دی زیاتوي په وژل شوو کې ۲ ګروپي قوماندانان هم شامل دي.
عزیزي يادونه وکړه چې په عملیاتو کې د وسله والو ۶ مرکزونه، ۲۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۳۸ کړۍ د پرسونل او وسایطو ضد ماینونه او ګڼې سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوي دي.
ده وویل، په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
شاولیکوټ ولسوالي د کندهار ښار په شمال کې ۴۰ کیلومتره لرې پرته ده چې په ډېرو ساحو کې یې وسله وال طالبان فعالیت کوي او د کندهار- اروزګان لار هم له دې ولسوالۍ تېرېږي چې په دې وروستیو کې ډېره نا امنه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن