کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۹۷): د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د دولت ۶۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره د وږي په ۲۹مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې دغه شمېر وسله والو مخالفینو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګډونو ځواکونو په ۱۹ عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د وسله والو مخالفینو د له منځه وړو په موخه په ننګرهار، غزني، پکتیا، خوست، کندهار، زابل، اروزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، سرپل او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په وژل شوو کې پنځه د داعش او پنځه د حقاني شبکې اړوند وسله وال هم شامل دي.
خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې په دغو عملیاتو کې پنځه بوشکه یي ماینونه، یو راکټ، یو موټرسایکل او یوه اندازه مهمات هم له منځه تللي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن