ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په اسیایي جام کې بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په اسیایي جام کې بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه

author avatar
20 Sep 2018 - 23:44
افغانستان د کرکټ په اسیایي جام کې بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه
author avatar
20 Sep 2018 - 23:44

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۹۷) : افغانستان د کرکټ اسیایي جام سیالیو په خپلې دویمه لوبه کې د بنګله دیش پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دیش، سریلانکا او هانګ ګانګ په ګډون دشپږو هیوادونو د لوبډلو ترمنځ د اسیایي جام پنځوس اووریزې سیالۍ په متحده عربي امارتو کې روانې دي، افغانستان له سریلانکا او بنګله دیش سره په ب ګروپ کې دي.

افغانستان نن خپله دویمه لوبه له بنګله دیش سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغرافغان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د کرکټ د ملي لوبډلې پیل ښه نه واو په ۱۰۰ منډو کې یې درې لوبغاړي سوځیدلي وو، خو حشمت الله شهیدي ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله، افغانستان په ۴۱ اورونو کې ۱۶۰ منډې جوړې کړې او اوه لوبغاړي یې سوځیدلي وو، خو پر دې مهال راشد خان او ګلبدین نایب په زړه پورې لوبه وکړه او تر پایه پورې په میدان کې پاتې شول او دافغانستان ټولې منډې یې ۲۵۵ منډو ته ورسولې او بنګله دیش ته یې د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ.

 د افغانستان له لوري راشد خان ۵۷، حشمت الله شهیدي ۵۸، ګلبدین نایب ۴۲، شهزاد محمدي ۳۷  او سمیع الله شینواري ۱۸ منډې جوړې کړ.

د بنګله دیش لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۳ اورنو کې په  ۱۱۹ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۳۶ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان، ګلبدین او مجیب ځدراڼ دوه دوه، افتاب عالم، محمد نبي او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځولو.

راشد خان ددې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغانستان به سبا ددویم پړاو لومړۍ لوبه له پاکستان سره کوی.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.