کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۹۷): د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ اسیا کپ سیالیو کې نن په خپله دویمه سیالۍ کې له بنګله دېش سره لوبه کوي.
د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ په ګډون د کرکټ اسیايي پنځوس اووریزې سیالۍ د وږي په ۲۵مه په عربي متحده ایالتونو کې پیل شوې دي.
ټاکل شوې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د دې سیالیو په دوام نن مازدیګر د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره ولوبېږي.
د کرکټ ملي لوبډله د ب ګروپ په خپله لومړۍ لوبه کې وتوانېده چې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړي او د نن ورځې سیالۍ په بریا سره به د خپل ګروپ په سر کې ځای ونیسي.
د هېواد ملي لوبډله د بنګله دېش او سریلانکار له لوبډلو سره په ب ګروپ کې ځای لري.
تېره شپه د الف ګروپ اړوند د هندوستان لوبډلې وکولای شول د پاکستان ملي لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن