د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د هېواد دښمنان غواړي وروستو بريدونو ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي

ولسمشر غني: د هېواد دښمنان غواړي وروستو بريدونو ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي

Sep 20, 2018 - 14:27

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٧): ولسمشر غني وايي چې د وخت يزيدان غواړي افغانستان پر يوې بلې کربلا بدل کړي، خو د خلکو يووالي يې د دغه کار مخه نيولې ده.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ښار د دشت برچي د حضرت رسول اکرم (ص) په جامع جومات کې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې.

غني وويل چې د سني او شیعه ټولو مسلمانانو دیني روایاتو کې عاشورا له لویو اسلامي شعایرو ګڼل کېږي او عاشورا د بې عدالتۍ، فساد او له بیت المال څخه د ناروا ګټې پر وړاندې د مقاومت درس دی.

ولسمشر غني وویل: ((نن هغه ځای ته راغلی یم چې په ځلونو له تهدید او خطر سره مخ و، له کوم خطر سره چې تاسو مخ یاست، ما هم دا خطر ومانه، موږ نن یو ځل بیا د امام حسین (رض) لارې سره د ژمنې د تازه کولو مقام کې یو.))

محمد اشرف غني زیاته کړه چې نن د وخت یزیدان غواړي افغانستان په بله کربلا بدل کړي.

ولسمشر څرګنده کړه، پر جوماتونو، عبادتځایونو، ښوونځیو، علمي او ټولنیزو مرکزونو د تروریستانو بریدونه چې په هر نوم او ادعا وي، د شِمر او یزید له لارې او رسم پرته بله داعیه نه ده.

غني زياته کړه چې په زابل، هلمند، پکتیا، ننګرهار او په دې وروستیو کې په شینوارو او برچي کې په شوو بریدونو کې زموږ بې دفاع هېوادوال شهیدان شول، د افغانستان د ټولو خلکو درد او غم یو دی.

ولسمشر وویل، د افغانستان دښمنان غواړي دغو بریدونو ته قومي او مذهبي بڼه ورکړي او دا زموږ لپاره لوی خطر دی، موږ د خلکو په ګډه همکاري د دغه ګواښ پر وړاندې بریالي کېدای شو.

غني وویل، واړه او لوی سیاستونه زموږ په امنیت کې ځای نه لري او زموږ د هېوادوالو د امنیت ګډوډېدو لامل باید نه شي.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې د امنیت د تامین په برخه کې اجماع ته ورسېږي.

ولسمشر له خلکو وغوښتل چې په دې مبارزه کې ټول یو د بل تر څنګ و اوسي او د مذهب، ژبې، قوم، ګوند او ټبر په نوم د نفاق اچوونکو پر وړاندې په هوښیارۍ ودرېږي.

ده زياته کړه چې د دغه وطن د شیعه او سني وینه یو رنګ لري، د دغه وطن د تاجک او پښتون برخلیک ګډ دی. د دې خاورې د هزاره او ازبک ابرو د ټولو ابرو ده. د ساداتو، بلوڅو، پشه یانو، پامیریانو او د دغه ملت د ټولو قومونو اولادونه تر یو چتر لاندې ملي ارمان او ګډ تاریخي انتخاب لري.

د هېواد ولسمشر څرګنده کړه، د هېواد د دښمنانو پر پرله پسې ورانکاریو سربېره افغانستان د بېلابېلو اسلامي مذهبونو پیروانو د یووالي غوره بېلګه ده او موږ به دغه وحدت لا غښتلی کړو.

ولسمشر وويل چې حکومت له دښمنانو سره د مقابلې لپاره لازم چمتووالی لري چې په څلورو امنیتي زونونو د کابل وېش، د ګواښونو طبقه بندي، د بېلابېلو اقشارو له مشورو استفاده او د امنیتي زون په توګه د کابل لوېدیځ په پام کې نیول د دغو اقداماتو یوه برخه ده.

هغه زیاته کړه، د کابل د امنیې قوماندانۍ په کچه یو معاونیت رامنځته شوی چې د کابل د لوېدیځ د امنیت د تامین مسوولیت لري، استخباراتي پوښښ پراخېږي، په زیانمنونکو سیمو کې تصفیوي عملیات جریان لري.

ده وويل: ((د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې زموږ بریالیتوب د دولت او ملت په متقابلې همکارۍ پورې تړاو لري او د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم د خلکو او دولت ترمنځ دوه اړخیزه همکاري د تهدیدونو د دفعه کولو، د توطیو د خنثی کولو او د تروریستانو د ماتې لامل کېږي.))

ولسمشر غني د دغه مطلب په بیانولو سره چې په سیاسي حوزه کې د نظر اختلاف د اندېښنې وړ نه دی، زیاته کړه، سلیقوي مسایل، د لیدلورو تفاوت او د عادي چارو شکایت د اندېښنې وړ او له ملي ګټو او د خلکو له وحدت څخه د غفلت لامل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement