ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه : افغان سولې ته هيله مندي پيدا شوې

اروپايي ټولنه : افغان سولې ته هيله مندي پيدا شوې

author avatar
21 Sep 2018 - 14:15
اروپايي ټولنه : افغان سولې ته هيله مندي پيدا شوې
author avatar
21 Sep 2018 - 14:15

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير وايي چې په جګړه ځپلي افغانستان کې سولې ته هيله مندي پيدا شوې ده.

دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې سفير پيري ماياډونس Pierre Mayaudon's د سولې د نړيوالې ورځ په مناسبت په خپل يو پيغام کې کړې دي.

هغه ددغې ورځې په مناسبت ټولو افغانانو ته د سولې لپاره دعا کړې او په ډاګه کړې يې ده چې په دې وروستيو کې افغان سولې ته هيله مندي زياته شوې ده.

د اروپايي ټولنې سفير وايي چې په تېرو ٤٠ کلونو کې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د جګړې قرباني شوي او دا جګړه بايد نوره ودرېږي.

نوموړي د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غني د هڅو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې هغه د روان زېږديز کال په فبرورۍ مياشت کې دکابل پروسې ددويم کنفرانس پر مهال طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز کړى و.

پيري ماياډونس دغه راز په تېر کوچني او بيا لوى اختر کې د ولسمشر اشرف غني د اوربند هڅې هم وستايلې او ويې ويل  چې وروستيو هڅو سولې ته هيله مندي پيدا کړې ده.

خو داروپايي ټولنې سفير وايي چې اوس هم په افغانستان کې ځينې ننګونې شته چې په دې هېواد کې څه ډول بايد سوله رامنځته شي.

نوموړي له افغانانو وغوښتل چې په راتلونکو ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې په پراخه کچه ونډه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.