ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د سولې او امنيت په اړه خبرې وکړې

د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د سولې او امنيت په اړه خبرې وکړې

author avatar
21 Sep 2018 - 16:15
د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د سولې او امنيت په اړه خبرې وکړې
author avatar
21 Sep 2018 - 16:15

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د افغانستان پر وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او دستراتېژيکو اړيکو رييس قادر شاه د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب چې امريکا ته په يوه رسمي سفر تللى، په واشنګټن کې يې له خپل امريکايي سيال جان بولټن سره وليدل.

هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې دواړو غاړو د افغانستان او سيمې سياسي او امنيتي حالات وڅېړل .

د قادر شاه په وينا، دواړو لوريو د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ستراتېژۍ پر مؤثريت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه يې  هر اړخيزې خبرې وکړې.

دى وايي، همدارنګه د افغانانو په مشرۍ يې د سولې په برخه کې پر روانو چارو دوه اړخيز معلومات له بل سره بل سره شريک کړل.

د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په خپلو خبرو کې د متحده ايالاتو له همکاريو مننه وکړه او په نږدې راتلونکي کې يې د افغان هوايي ځواک لپاره د تازه جنګي الوتکو سپارل له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د پياوړتيا په برخه کې مهم ګام وباله.

نوموړي د سيمې د هېوادونو په کچه له روان سياسي او امنيتي حالت په ځانګړي توګه د دې هېوادونو له خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي خپله څېړنه او وړانديزونه له امريکايي لوري سره شريک کړل.

محب د سولې له بهير څخه د سيمې د هېوادونو ملاتړ مهم و باله او په هغو هېوادونو يې د زيات تمرکز غوښتنه وکړه، چې د خپلو شخصي ګټو په موخه د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته نه کوي.

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له بې سارې سرښندنې قدرداني وکړه او د سيمې په کچه يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برياليتوب کې د مشترکې اجماع په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

بولټن وويل، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ستراتېژۍ د لا موثريت او اغېزمنتيا په موخه په لوړه کچه سلا مشورې روانې دي.

هغه افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او پرمختګ په برخه کې له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

په دې دوه اړخيزه ليدنه کې پر يو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې وشوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.