ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په اړه څېړنې کېږي

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په اړه څېړنې کېږي

author avatar
21 Sep 2018 - 12:22
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په اړه څېړنې کېږي
author avatar
21 Sep 2018 - 12:22

جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د ننګرهار ولايت مقام وايي چې د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په اړه به ډېر ژر څېړنې پيل شوي او په دې موخه يو پلاوى يادې ولسوالۍ ته لېږل شوى دى.

د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په اړه د څېړنو خبر په داسې حال کې ورکړل شوى،چې ددغو پوليسو پر ضد د شينوارو خلکو څه موده مخکې لاريون کړى و، چې بيا يې پر لاريون ځانمرګى بريد وشو او تر ٢٣٠ زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

خلک وايي،د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پخوانى مشر جلال پاچا او د هغه زوى او اوسنى مشر بلال پاچا پرخلکو ظلمونه کړي، قتلونه يې کړي او د سوداګرو په تښتونو کې لاس لري.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د والي حيات الله حيات په مشرۍ د ولايت په نظامي شورا کې د يادو پوليسو په اړه د څېړنو پرېکړه وشوه.

هغه زياته کړه،د شینوارو ولسوالۍ اړوند قضیې په موخه د ۱۲ کسیزې جرګې د وړاندیز او د نظامي شورا د پرېکړې له مخې، په اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو مشر بلال پاچا او د هغه د دوو وروڼو د ګوښه او نیول کېدو وروسته په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو اړوند هر اړخیزې څېړنې کېږي .

د خوږياڼي په وينا، د نظامي شورا د پرېکړې له مخې به د امنیه قوماندانۍ اداري او مالي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی چې په کې د ولایت مقام،ملي اردو، ملي امنیت،سرحدي ځواکونو او عامه نظم منسوبینو استازي برخه ولري، اچین ولسوالۍ ته سفر کړى او په ټولو سیمو کې به د سیمه ییزو پولیسو اړوند څېړنې ترسره کړي .

دى وايي، د پرېکړې له مخې تر څېړنو وروسته به هغه سیمه ییز پولیس چې د بلال پاچا کورنۍ اړوند او یا هم هغه ته نږدې کسان دي، په یاده ولسوالۍ کې له دندو ګوښه او پر ځای به یې د پلاوي د وړاندیز پر اساس د قوماندانۍ له لوري نوي کسان وګومارل شي.

د یادونې ده چې امنیتي ارګانونو ته له وړاندې د بلال پاچا د پلار جلال پاچا د نیول کېدو امر شوی  چې د نیول کېدو په موخه یې هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.