ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رباني:که رڼې ټاکنې تر سره نه شي نو پر ټاکنو به د خلکو باور له منځه لاړ شي

رباني:که رڼې ټاکنې تر سره نه شي نو پر ټاکنو به د خلکو باور له منځه لاړ شي

author avatar
21 Sep 2018 - 15:11
رباني:که رڼې ټاکنې تر سره نه شي نو پر ټاکنو به د خلکو باور له منځه لاړ شي
author avatar
21 Sep 2018 - 15:11

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني وايي چې که رڼې ټاکنې تر سره نه شي، نو پر ټاکنو به د خلکو باور له منځه لاړ شي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير او د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني دغه څرګندونې نن د خپل پلار پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د وژنې د اوومې کاليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

برهان الدين رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په ٢٩مه، د کابل په وزير اکبر خان کې پخپل کور کې د يوه بريدګر لخوا ووژل شو.

دغه غونډه چې د کابل د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه، په کې دولتي چارواکو، سياسي او جهادي مشرانو او سلګونو مينه والو يې ګډون کړى وو.

هغه زياته کړه، چې پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د قلم او پوهې له لارې خپله سياسي مبارزه پيل کړې وه.

د نوموړي په وينا، پلار يې د خپل ژوند تر وروستيو ورځو پورې د افراط او تفريط پر ضد مبارزه وکړه او د بې عدالتۍ پرضديې هم خپلې مبارزې ته ادامه ورکړې وه.

رباني وايي : (( استاد شهيد نيمه پيړۍ د خپلو خلکو د لوړو موخو لپاره مبارزه وکړه او له ځان څخه يې ارزښتناکه ميراث پرېښود.))

د جمعيت ګوند مشر وويل چې په هېواد کې عدالت ورکه شوى، د عدالت له تامين پرته سوله او دوامداره ثبات نه شي رامنځته کېداى.

رباني د واک پر مساويانه وېش ټينګار وکړ او ويې ويل چې ددغه وېش د نشتوالي له امله په هېواد کې داخلي بحرانونه رامنځته شوي دي.

هغه د هېواد د سياسي نظام پر بدلون هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې رڼو ټاکنو سره د خلکو واکمن کېدل ممکن کېداى شي.
ده زياته کړه : (( په ټينګار سره وايم، که چېرې رڼې ټاکې ونه شي، نو پر ټاکنو د خلکو باور له منځه ځي، د غير شفافه ټاکنو پايلې به د يو څو کسانو په ګټه وي، خو د هېواد د راتلونکي نسل لپاره به بد تاريخ پرېږدي.))

د هغه په وينا، په ټاکنو کې هر ډول درغلۍ د خلکو واکمني کمزوري کوي او دغه کار د هېواد له ځوانانو سره يو ډول دښمني ده.

د جمعيت ګوند مشر وويل چې د تبعيض رواجول او هر څه د ځان لپاره راټولولو سره ملي يووالى نه رامنځته کېـږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.