فراه ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د هرات - کندهار پر لويه لاره د فراه ولايت په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي وياند ناصر مهري د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ترافيکي پېښه نن سهار په پنځو بجو د بکواه ولسوالۍ د پوزک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، له هرات څخه کابل ته روان يو ٣٠٣ موټتر له مخامخ راتلوونکي ټېلر موټر سره ټکر کړى چې له امله يې ١٥ تنه مړه شوي او ٣٥ نور ټپيان دي.
د مهري په وينا، ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، خو د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د کابل- کندهار او کندهار -هرات پر لويه لار ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن