ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خپلواک: د سولې په اړه رامنځته شوې اجماع د جګړې مشروعيت ترسوال لاندې راوستى

خپلواک: د سولې په اړه رامنځته شوې اجماع د جګړې مشروعيت ترسوال لاندې راوستى

author avatar
21 Sep 2018 - 15:34
خپلواک: د سولې په اړه رامنځته شوې اجماع د جګړې مشروعيت ترسوال لاندې راوستى
author avatar
21 Sep 2018 - 15:34

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د سولې عالي شورا وايي چې د سولې لپاره ملي، سيمه ييزې او نړيوالې اجماع رامنځته کېدو سره په افغانستان کې د روانې جګړې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راغلى دى.

د سولې شورا د دارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک دغه څرګندونې د سولې  د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو پيغام کې کړي، چې دهغه په ټويټر کې پاڼه کې خپور شوى دى.

هغه د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت ټولو سوله خوښو ته مبارکي ورکړې ده.

خپلواک ويلي، ټول بايد د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي، څو په دې هېواد کې ٤٠ کلنه جګړه پاى ته ورسېږي.

د سولې شورا ددارالانشاء رييس وايي، دوى د سولې لپاره له هرې لارې چارې څخه کار اخلي ، څو په هېواد کې د برداشت روحيه پياوړې شي.

نوموړي زياته کړه، په روان زېږديز کال کې دسولې عالي شورا ډېرې لاسته راوړنې درلودې او د سولې په برخه کې يې ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.

د هغه په وينا، دغې اجماع په افغانستان کې د جګړې قانوني مشروعيت له سوال سره مخ کړى دى.

خپلواک وايي، د سولې په اړه د افغانستان او د نړۍ د علماوو غږ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.