ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر په مشرۍ غونډه کې د يوشمېر ولايتونو امنيتي حالت وارزول شو

د ولسمشر په مشرۍ غونډه کې د يوشمېر ولايتونو امنيتي حالت وارزول شو

author avatar
21 Sep 2018 - 16:40
د ولسمشر په مشرۍ غونډه کې د يوشمېر ولايتونو امنيتي حالت وارزول شو
author avatar
21 Sep 2018 - 16:40

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.

له ارګ څخه د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر په مشرۍ دې غونډه کې لومړی د محرم په ورځو کې د امنیت په ټینګښټ کې د امنیتي ځواکونو هر اړخیزو هڅو او د خلکو له همکاریو قدرداني وشوه.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر او د وسله‌والو ځواکونو اعلي سرقوماندان د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۳۳ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولينو سره خبرې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، غونډې د ۳۳ ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولينو مشکلاتو او وړاندیزونو ته د رسېدو په موخه اړوندو مسوولينو ته د اساسي اقداماتو د کولو لارښوونه وکړه.

غونډې د غزني، میدان وردګ، بلخ ، فراه او جوزجان ولایتونو امنیتي وضعیت و ارزاوه او د دښمن د دسیسو د دفع کولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.