کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.
له ارګ څخه د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر په مشرۍ دې غونډه کې لومړی د محرم په ورځو کې د امنیت په ټینګښټ کې د امنیتي ځواکونو هر اړخیزو هڅو او د خلکو له همکاریو قدرداني وشوه.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر او د وسلهوالو ځواکونو اعلي سرقوماندان د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۳۳ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولينو سره خبرې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په خبرپاڼه کې راغلي، غونډې د ۳۳ ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولينو مشکلاتو او وړاندیزونو ته د رسېدو په موخه اړوندو مسوولينو ته د اساسي اقداماتو د کولو لارښوونه وکړه.
غونډې د غزني، میدان وردګ، بلخ ، فراه او جوزجان ولایتونو امنیتي وضعیت و ارزاوه او د دښمن د دسیسو د دفع کولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن