میمنه (پژواک، ۳۰ وږی ۹۷) : د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شیرین تګاب ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر غلام علي د وږي په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پيښه د ولسوالۍ د کوه صیاد په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې دا سیمه څخه موده مخکې له وسله والو طالبانو سره وه او هغوی دلته دامنیتي ځواکونو پر ماینونه ځای پر ځای کړي وو.
د نوموړي په وینا، یو ماین د یادې سیمې پر ماشومانو چاودنه کړې، چې له امله یې اوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
دی وایي، چې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي، خو د یو شمیر یې حالت ښه نه دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن