مزار شريف ( پژواک، ۳۱وږی ۹۷) : د بلخ والي او امنيه قوماندان وايي چې له رسنيو او خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې پوره همکارۍ ته ژمن دي.
ياد چارواکي وروسته له هغه خپله ژمنه بيا تازه کوي چې دې وروستيو اوونيو کې خبريالان د پېښو پر مهال د بلخ دولتي چارواکي د معلوماتو پر پټولو تورنوي.
د يادې موضوع په تړاو د وږي په ۳۱مه، بلخ ولايت مقام کې د رسنيو د يو شمېر مسوولينو، خبريالانو او دولتي چارواکو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوې وه.
په شمال کې د خبريالانو د مصونيت کمېټې مشر بشير انصاري د غونډې پر مهال وويل، چې وروستيو اوونيو کې د بلخ ډېری خبريالان فکر کوي چې چارواکي ترې معلومات پټوي.
نوموړي زياته کړه،دغه موضوع د دې لامل شوې، چې د پېښو پر مهال ډېری خبريالان د معلوماتو راټولولو برخه کې له ستونزو سره مخ شي.
انصاري په مزار شريف کې د جهادي قوماندان اخترمحمد ابراهېم خېل د کور محاصرې او په حيرتان بندر کې د وسله والې نښتې موضوع ته په اشارې وويل، چې د دغو پېښو پر مهال هېڅ چارواکی نه حاضرېده، چې له خبريالانو سره خبرې وکړي.
هغه د رسنيو او حکومت تر منځ اړيکې د هېواد په ګټه وبللې او د بلخ له والي څخه يې غوښتنه وکړه، چې د يادې ستونزې د حل لپاره ګام پورته کړي.
بلخ کې د ارزو خصوصي تلوېزيون رييس نوراغا شريفي په خپلو خبرو کې وويل، چې ډېری دولتي ويندويان خپله له معلوماتي خلا سره مخ دي.
نوموړي د بلخ والي مخاطب کړ او يې ويل: (( د ډېری پېښو پر مهال ستاسې ويندويان د څو ساعتونو په تېرېدو سره هم د يوې موضوع پر جزيياتو نه وي خبر، دغه موضوع د حکومت او رسنۍ د اړيکې تر منځ ستونزه راپيدا کوي او موږ خبريالان هيله کوو، چې جدي پام ورته وکړئ)).
شريفي معلوماتو ته لاسرسی د هر افغان قانوني حق وباله، چې په وينا يې د رسنيو له لارې بايد خلک دغه حق ته لاسرسی پيدا کړي.
خبريال وحيد اوريا هم بلخ کې وروستيو پېښو ته په اشارې وويل، چې د خبريالۍ په ساحه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
هغه زياته کړه، چې د بلخ د يو شمېر ولسواليو امنيه قوماندانان او ولسوالان له خبريالانو سره له خبرو کولو ډډه کوي او دليل يې دا دی، چې ګني د ولايت مسوولينو له خبرو کولو څخه منع کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن