ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشرانو د پکتيا په ګردېز ښار کې لوړ  ولور او نور ناوړه دودونه منع کړل

قومي مشرانو د پکتيا په ګردېز ښار کې لوړ ولور او نور ناوړه دودونه منع کړل

author avatar
22 Sep 2018 - 18:32
قومي مشرانو د پکتيا په ګردېز ښار کې لوړ  ولور او نور ناوړه دودونه منع کړل
author avatar
22 Sep 2018 - 18:32

ګردېز (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د پکتيا د مرکز ګردېز مېشتو بېلابېلو قومونو شورا په ګردېز ښار کې د لوړ ولور او نورو ناوړه او غير شرعي دودونو د مخنيوي پرېکړه ليک صادر کړ.

دوی د وږي په ٣١مه، په يوه لويه قومي غونډه کې وويل ، تر دې وروسته هېڅوک نه شي کولی ، له ټاکلې اندازې زيات ولور واخلي، زيات لګښتونه وکړي او په غم، ښادۍ کې نور ناوړه دودونه تر سره کړي.

د ګردېز د قومونو شورا مرستيال عبدالله مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو زياتېدو او ور سره د خلکو مخ په زياتېدونکو ستونزو د دې دودونو د کنټرول او مخنيوي اقدام ته اړ کړل.

مجاهد وايي، پر همدې اساس يې ٤٣ ماده ييز پرېکړه ليک ترتيب او د ګردېز د ټولو مېشتو قومونو په هوکړه تصويب کړ، چې د ټولو په تاييد به پلی کيږي او له پلي کېدو به يې څارنه کوي.

نوموړي وويل چې د دې قومي پرېکړې د ښه پلي کېدو لپاره په راتلونکي خپلمنځي ناسته کې نغدي جريمه او د فشار قومي او ټولنيزې لارې هم مشخص کوي.

دی زياتوي:((ناوړه دودونه له پخوا وجود لري او اوس يا زيات شوي او يا د رواجونو په کولو کې ګزاف مصارف کيږي. ټول خلک د دې رواجونو وس نه لري او دا اجتماعي نظم هم خرابوي، په دې بنياد موږ له تېرو اته مياشتو راهيسې کوشـشونه شروع کړي، چې يوه حل لاره ورته راوباسو، چې الحمدلله کامياب شو او که د خدای رضا وه عملي کوو به يې هم.))

د ګردېز اړوند د زاهو سيمې قومي مشر او د شورا غړی حبيب الله مستعان وايي چې په پرېکړه ليک کې مهمې مادې د ولور درې سوه زره (300000) افغانۍ اندازه ټاکل، په بدو کې د نجونو ورکولو مطلق مخنيوی، د ګردېز اړوند سيمو کې د نشه يي توکو نه کر، پلور او استعمال، د ماشومانو د تعليم کچې لوړولو ته هڅې او په ودونو کې د زياتو لګښتونو، ډاليو او ډزو مخنيوی دی.

هغه پژواک ته وويل:((که څه هم په بدو کې دنجونو ورکولو دود اوس نشته، خو د تاکيد لپاره مو بيا هم ممنوع وګرځاوه، ولور درې لکه افغانۍ او مېلمنو ته د واده له مناسبې ډوډۍ پرته به نور زيات مصارف نه کيږي، يانې د غم او ښادۍ اړوند ټول مسايل راټول شوي او مخه يې نيول شوې او يا محدود شوي دي.))

د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان د قومي مشرانو له دې پرېکړې هرکلی کوي او ټينګار کوي چې د دوامداره هڅو په مټ دې د ناوړه دودونو د محدودولو پر ځای له منځه وړو او ټولنيز سمون ته کار وشي.

هغه پژواک ته وويل:((د اسلام له نظره که په ټولو قومونو کې دا شيان رواج شي، لکه په بدو کې د ښځو نه ورکول، مهر انتخابول، د فاتحو دا رايجي له منځه وړل، د دين په نوم عبادتونه او نور او ښېګڼو رايجولو ته زياتولو ته کار وشي، نو يو ډېر ښه اقدام دی او اسلام له دې څخه هرکلی کوي.))

د پکتيا پوهنتون استاده ډاکټر نازدانه پکتياوال د مشرانو په دې پرېکړه خوښه ده او وايي چې له نورو قومونو سره د هوکړې له لارې دې په ټولو ولسواليو او سيمو کې د ناوړه دودونو د مخنيوي ورته اقدامات وشي.

پکتياوالې پژواک ته وويل:((د هغه عرف او کلچر له مخنيوي، چې نامناسب او کمرشکن دي او خصوصا د ځوانانو د فقر، خراب اقتصاد او بالاخره د ناامني او ثبات د له منځه تلو لامل کيږي، د نېک اقدام په توګه ملاتړ کوو، غوښتنه مو دا ده چې په دوامداره توګه وڅارل شي او ساحه يې وسيع شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.