ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د کرکټ اسیايي جام سیالیو کې له افغانستانه لوبه وګټله

پاکستان د کرکټ اسیايي جام سیالیو کې له افغانستانه لوبه وګټله

author avatar
22 Sep 2018 - 11:31
پاکستان د کرکټ اسیايي جام سیالیو کې له افغانستانه لوبه وګټله
author avatar
22 Sep 2018 - 11:31

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د افغانستان کرکټ ملي لوبـډلې د اسيايي جام سياليو کې له دوو پرله پسې برياوو وروسته یې تېره شپه د پاکستان پر وړاندې خپله درېيمه لوبه وبايله.

د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا او هانګ ګانګ په ګډون د شپږو هېوادونو لوبډلو تر منځ د اسيايي جام پنځوس اووريزې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، افغانستان له سریلانکا او بنګله دېش سره په ب ګروپ کې دی.

له ګروپي سياليو وروسته افغانستان، بنګله دېش، پاکستان او هندوستان دويم پړاو ته تللي او هلته به هره يوه لوبډله درې درې لوبه کوي.

افغانستان تېره شپه د دويم پړاو خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کړه، د دې لوبې پچه لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لومړني لوبغاړي شهزاد محمدي او احسان جنت يو ځل بيا ونه ځلېدل او دواړه ژر وسوځېدل.

خو رحمت شاه او حشمت الله شهيدي ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې تر ١٢٠ واړولې،  د رحمت شاه تر سوځېدو وروسته لوبـډلمشر اصغر افغان ميدان ته راغى او ډېره تېزه لوبه يې وکړه.

اصغر افغان د پنځو شپږيزو پر مټ ٦٧ منډې جوړې کړې، خو بل لور حشمت الله تر اخره پورې ولوبېد او ٩٧ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې.

نورو لوبغاړو کې رحمت شاه ٣٦، شهزاد ٢٠، ګلبدين او احسان الله جنت ١٠، ١٠ منډې جوړې کړې.

افغانستان په ټاکل شوو ٥٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٥٧ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ٢٥٨منډو هدف ورکړ.

پاکستان چې کله لوبه پيل کړه نو لومړى لوبغاړى يې په لومړي اوور کې د مجيب ځدراڼ له خوا وسوځول شو، خو وروسته دوه نور لوبغاړي امام الحق او بابر اعظم په زړه پورې لوبه وکړه او د پاکستان منډې يې ١٥٤ ته ورسولې.

د پاکستان لوبغاړي پرله پسې سوځېدل، خو بل لوبغاړي شعيب ملک تر اخره مقاومت وکړ او د پنځوسم اوور په درېيم توپ پاکستان ياد هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان درې، مجيب ځدراڼ ٢ او ګلبدين نايب يو لوبغاړى وسوځول.

افغانستان به خپله دويمه لوبه له بنګله دېش سره کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.