کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٧) : د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې له روسي چارواکو سره د افغان سولې په هکله د مسکو د راتلونکې غونډې په اړه ګټورې خبرې شوې دي.
د سولې عالي شورا وياند احسان الله طاهري د وږي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نصير اندېشه په مشرۍ يو پلاوى چې په کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس ډاکتر اکرم خپلواک هم و، مسکو ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه، دوى له روسي چارواکو سره د افغان سولې په اړه د مسکو د ځنډېدلې غونډې پر بيا جوړېدو، پر اجنډا او د غونډې پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د يادونې ده چې روسيې د روان زېږديز کال د ستمبر په ٤مه، په مسکو کې د افغانستان په اړه د سولې يو کنفرانس پلان کړى و، چې په کې د طالبانو د پلاوي په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
خو دافغانستان حکومت او امريکا نه يواځې په دې کنفرانس کې له ګډون څخه معذرت وغوښت، بلکې ورسره يې د مخالفت اعلان وکړ.
دوه اوونۍ مخکې د روسيې د بهرنيو چارو وزير ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د مسکو د ممکنه غونډې د ځنډولو اعلان کړى و.
د سولې عالي شورا وياند وايي چې افغان پلاوي پرون په مسکو کې ګټورې خبرې کړې دي او تر ټولو مهمه داوه چې روسيې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې د بشپړ ملاتړ اعلان وکړ .
طاهري زياته کړه : (( روسي چارواکو ډاډ ورکړچې دوى به هېڅکله د افغانانو له مشرۍ او مالکيت پرته د کومې پروسې ملاتړ ونه کړي.))
نوموړى وايي،د مسکو راتلونکې غونډه به هم د افغانستان او روسيې تر ګډ مديريت لاندې جوړېږي.
د هغه په وينا، د مسکو کېدونکې ناست د کابل پروسې د لومړۍ او دويمې غونډې او د افغانستان سولې په اړه د تاشکند د نړيوالې غونډې په رڼا کې جوړېږي.
د سولې شورا وياند وايي، دا ډول غونډې د افغانستان دسولې پروسې لپاره اسانتيا برابروي او په دې برخه کې د هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته کول دي، څو څنګه وکولى شي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرو ته زمينه برابره شي.
هغه وايي، روسي چارواکو ژمنه کړې چې په دې برخه کې به خپلې همکارۍ لا زياتوي او هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرو ته زمينه برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن