ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ښوونځیو ته د قراردادي ښوونکو د جذب په موخه له ۲۰۰ کسانو ازموینه واخیستل شوه

د بغلان ښوونځیو ته د قراردادي ښوونکو د جذب په موخه له ۲۰۰ کسانو ازموینه واخیستل شوه

author avatar
22 Sep 2018 - 16:51
د بغلان ښوونځیو ته د قراردادي ښوونکو د جذب په موخه له ۲۰۰ کسانو ازموینه واخیستل شوه
author avatar
22 Sep 2018 - 16:51

پلخمري (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د پوهنې وزارت وايي چې د بغلان په يو شمېر ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت تشه پر قراردادي ښوونکو ډکوي.

په همدې موخه نن (د وږي ٣١مه) په بغلان ولايت کې د پوهنې رياست له خوا د ٢٠٠ قراردادي ښوونکو د جذب لپاره ازموينه واخيستل شوه.

د پوهنې رييسې لیلما فقيري په دې مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې اړوند وزارت ورته د ټول بغلان په کچه د ۵۸۰ قراردادي ښوونکو بستونه منظور کړي دي.

هغې زياته کړه چې نن يې د ٣٥ بستونو لپاره د بېلابېلو پوهنتونونو څخه له فارغو ٢١٠ کسانو چې ١٢٠ يې نجونې دي، ازموينه واخيسته.

مېرمن فقيري وايي، هغه ښوونځي چې د ښوونکو له کمښت سره مخ دي، تر يوه بريده به يې قراردادي ښوونکي  تشه ډکه کړي خو د پوهنې له وزارته يې د رسمي بستونو د منظورۍ غوښتنه کړې ده.

خو هغې زياته کړه چې وزارت ورته د رسمي بستونو پر ځای حق الزحمه بستونه منظور کړي چې نه شي کولى د تل لپاره پرې د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي.

د نازدانې حکیمي په نوم د دې ازموينې يوې ګډونوالې پژواک اژانس ته وويل چې پخوا يې هم ازموينه ورکړې وه، خو وروسته معلومه شوه چې واسطې والا بريالي شوي دي.

حکیمي زياتوي، د نن ورځې ازموينه رڼه وه، خو فکر نه کوي چې د پردې تر شا دې ټول کارونه شفاف وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.