د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ والي او امنيه قوماندان له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو ژمنې وکړې

د بلخ والي او امنيه قوماندان له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو ژمنې وکړې

Sep 22, 2018 - 17:36

مزار شريف ( پژواک، ۳۱وږی ۹۷) : د بلخ والي او امنيه قوماندان وايي چې له رسنيو او خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې پوره همکارۍ ته ژمن دي.

ياد چارواکي وروسته له هغه خپله ژمنه بيا تازه کوي چې دې وروستيو اوونيو کې خبريالان د پېښو پر مهال د بلخ دولتي چارواکي د معلوماتو پر پټولو تورنوي.

د يادې موضوع په تړاو د وږي په ۳۱مه، بلخ ولايت مقام کې د رسنيو د يو شمېر مسوولينو، خبريالانو او دولتي چارواکو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوې وه.

په شمال کې د خبريالانو د مصونيت کمېټې مشر بشير انصاري د غونډې پر مهال وويل، چې وروستيو اوونيو کې د بلخ ډېری خبريالان فکر کوي چې چارواکي ترې معلومات پټوي.

نوموړي زياته کړه،دغه موضوع د دې لامل شوې، چې د پېښو پر مهال ډېری خبريالان د معلوماتو راټولولو برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

انصاري په مزار شريف کې د جهادي قوماندان اخترمحمد ابراهېم خېل د کور محاصرې او په حيرتان بندر کې د وسله والې نښتې موضوع ته په اشارې وويل، چې د دغو پېښو پر مهال هېڅ چارواکی نه حاضرېده، چې له خبريالانو سره خبرې وکړي.

هغه د رسنيو او حکومت تر منځ اړيکې د هېواد په ګټه وبللې او د بلخ له والي څخه يې غوښتنه وکړه، چې د يادې ستونزې د حل لپاره ګام پورته کړي.

بلخ کې د ارزو خصوصي تلوېزيون رييس نوراغا شريفي په خپلو خبرو کې وويل، چې ډېری دولتي ويندويان خپله له معلوماتي خلا سره مخ دي.

نوموړي د بلخ والي مخاطب کړ او يې ويل: (( د ډېری پېښو پر مهال ستاسې ويندويان د څو ساعتونو په تېرېدو سره هم د يوې موضوع پر جزيياتو نه وي خبر، دغه موضوع د حکومت او رسنۍ د اړيکې تر منځ ستونزه راپيدا کوي او موږ خبريالان هيله کوو، چې جدي پام ورته وکړئ)).

شريفي معلوماتو ته لاسرسی د هر افغان قانوني حق وباله، چې په وينا يې د رسنيو له لارې بايد خلک دغه حق ته لاسرسی پيدا کړي.

خبريال وحيد اوريا هم بلخ کې وروستيو پېښو ته په اشارې وويل، چې د خبريالۍ په ساحه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه زياته کړه، چې د بلخ د يو شمېر ولسواليو امنيه قوماندانان او ولسوالان له خبريالانو سره له خبرو کولو ډډه کوي او دليل يې دا دی، چې ګني د ولايت مسوولينو له خبرو کولو څخه منع کړي دي.

نوموړی زياتوي، له همدې امله د بلخ د يو شمېر نا امنه ولسواليو د خلکو ستونزې او امنيتي پېښې په سم ډول نه خپرېږي.

د بلخ والي او او منيه قوماندان بيا د معلوماتو شريکولو برخه کې له خبريالانو سره د خپلې همکارۍ بر زياتېدو ټينګار وکړ.

والي محمد اسحاق رهګذر وويل، چې د ولايت مقام په اداري جلسه کې به ټولو دولتي اراکينو ته له مطبوعاتو سره د ښو اړيکو جدي توصيه وکړي.

هغه زياته کړه، چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون بايد په بشپړ ډول پلى شي.

نوموړي خبريالانو سره ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هڅه کېږي، چې ستونزې راکمې کړای شي.

د بلخ امنيه قوماندان هم ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د هرې موضوع په تړاو له خبريالانو سره معلومات شريکوي.

هغه په نظامي عملياتو کې خپل مصروفيت د دې لامل وباله، چې ځيني وخت د خبريالانو پوښتنو ته رسيدګي نه شي کولی؛ خو زياته يې کړه چې له دې وروسته به دغې برخې ته جدي پاملرنه کوي.

په بلخ کې خبريالان او د رسنيو مسوولين وايي چې هڅه به يې دا وي څو د دغه ولايت د امنيتي، ټولنيز او سياسي وضعيت په تړاو رښتينی تصوير وړاندې کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement