د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دایکنډي ولایت وچکالۍ ځپلو اوسېدونکو د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه

د دایکنډي ولایت وچکالۍ ځپلو اوسېدونکو د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه

Sep 22, 2018 - 15:13

نیلی (پژواک، ٣١ وږی ٩٧): د دایکنډي ولایت ځينې اوسېدونکي له وچکالۍ او د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي څخه اندېښنه څرګندوي او وايي چې که دې ستونزې ته پاملرنه ونه شي، خلک د کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.

دایکنډي هم هغه ولایت دی چې اوسېدونکي یې د وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخ دي او په میرامور، کیتي، ناوه مېش، کجران او پاتو ولسوالیو کې یې خلکو ته اقتصادي ستونزې را ولاړې کړې دي.

د دوی په خبره، وچکالۍ د یادو سیمو اوسېدونکو ته د اقتصادي ستونزو سربېره د دوی کرنیزو محصولاتو او کروندو ته سخت زیانونه اړولي دي.

د دې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، لسګونه کورنیو د وچکالۍ له امله خپل کورنه پرېيښي او یادې ستونزې ته د جدي نه پاملرنه په صورت کې د بېځایه شوو کورنیو د زیاتېدو اټکل کېږي.

میرامور د دایکنډي ولایت یوه له وچکالۍ ځپلو ولسوالیو ده چې څه کم ۱۲۸ کورنۍ یې اړ ایستلې چې د دالي ندک، ندک، ورذال، دهن قول، وطنه او نور کلي پرېږدي او د هلمند سیند تر غاړې ځای پر ځای شي.

د بېځایه شو له ډلې د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي محمد جان جوادي پژواک ته وویل، د وچکالي له امله خلک اغېزمن شوي او اوس په بد اقتصادي وضعیت کې قرار لري.

د هغه په خبره، که د وچکالۍ ځپلو سیمو اوسېدونکو ته پر وخت بشردوستانه مرستې ونه رسېږي د داخلي کډوالو د شمېر د زیاتېدو امکان موجود دی.

هغه وویل: ((د یادو سیمو هوا «اقلیم» مخ پر سړېودو ده او بېځایه شوي کسان ژمنیو ګرمو جامو، د سون موادو او خوراکي توکو ته اړتیا لري))

د میرامور ولسوال عبدالقادر حیدري وویل، د دغه ولسوالۍ ۷۰ سلنه اوسېدونکي وشکالۍ سخت ځپلي دي.

د نوموړي په خبره، لومړنۍ څېړنې ښيي چې شاوخوا ۳۰ سلنه خلکو د سیمې د پرېښودو تصمیم نیولی دی.

هغه زیاته کړه، له ټولو بېځایه شوو کورنیو سره یې مرسته کړې ده خو دا مرستې کمې او د دوی لپاره بسنه نه کوي.

حیدري زیاته کړه، په بېځایه شوو کورنیو کې ۲۳۰ کم عمره ماشومان او ۳۸ حامله مېرمنې موجودې دي چې جدي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د کیتي ولسوالۍ قومي مخور سید شعبان مسوي هم وویل چې د ارغیدل، کاروانسرای، تاخموجوی، کومې، خرنیک و خارزار، بند قول او څو نور کلي له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

موسوي وویل، د خلکو ټول کرنیز محصولات د وچکالۍ له امله له منځه تللي او خلک د ژوند کولو له سخت وضعیت سره مخ دي.

د نوموړي په خبره، که عاجلې مرستې ونه شي، خلک به د کورونو پرېښودو ته اړ شي.

په ورته وخت کې د کجران ولسوال سید محمد علي رفعت وویل، د کال په اوږدو کې د سېلابونو راوتل او د وچکالۍ پر وخت د باران نه شتون د دغې ولوالۍ د اوسېدونکو پر کرنیزو او حیواني محصولاتو بد اغېز کړی دی.

نوموړي وویل: ((د وچالۍ او سېلابونو له امله سلګونه جرېبه کرنیزې ځمکې، زرګونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي، او سلګونه حیوانات له منځه تللي او حتی د ځښاک د اوبو پیدا کول هو پر یوه لویه ستونزه بدل شوي دي.))

هغه ادعا وکړه چې تر اوسه د دولت او غیر دولتي بنسټونو له خوا له وچکالۍ ځپلو کورنیو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د دایکنډي والي محمد بلیغ پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال په جریان کې د دغه ولایت ټولې لس ولسوالۍ ځپلې خو د یاد ولایت امکانات ډېر کم دي او د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

نوموړي وویل: ((د کرنې وزارت ۸۹۰ متر یک ټن غنم د دایکنډي ولایت ته لېږلي چې د ولسوالیو د اړتیا له مخې به ووېشل شي او دغه مرستې یوازې هغه زیانمنو ته وېشل کېږي چې د بحران حالت ولري.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره له وچکالۍ سره مخ ده او له دوه مېلیونو وچکالۍ ځپلو ډېر بشري مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې ولسمشر غني تېره ورځ د کابل زون ځوانانو سره په لیدنه کې یو ځل بیا د افغانستان اوبه یوه عمده مسئله وبلله او ویې ویل، په دې اړه باید ملي اجماع رامنځته شي.

ولسمشر زیاته کړه، تر راتلونکو شپږو میاشتو به د هېواد د وچکالۍ د کمېدو لپاره هر اړخیز اقدامات عملي شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement