ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوی ملي ايتلاف سلګونو کسانو د جلال اباد ښار لارې بندې کړې دي

د لوی ملي ايتلاف سلګونو کسانو د جلال اباد ښار لارې بندې کړې دي

author avatar
22 Sep 2018 - 15:38
د لوی ملي ايتلاف سلګونو کسانو د جلال اباد ښار لارې بندې کړې دي
author avatar
22 Sep 2018 - 15:38

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۷): په ننګرهار کې د ولسي جرګې د غړي حضرت علي په مشرۍ د لوی ملي ايتلاف سلګونو پلويانو په درغلۍ د ټاکنو کولو غبرګون کې لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د جلال اباد ښار لويې لارې د خلکو پر مخ تړلې وې.

لاریون کوونکي چې د وږي په ۳۱مه په لسګونو موټرو کې سپاره وو، د حضرت علي له کوره د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر تر مخې ولاړل او هلته يې خپل اعتراضات وړاندې کړل.

دوی پر افغان حکومت، د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون او نړيوالې ټولنې رڼو او بايومټريک ټاکنو ترسره کېدو ته د زمينې برابرولو غږ وکړ.

د ولسي جرګې او د لوی ملي ايتلاف د رهبرۍ شورا غړي حضرت علي چې د دغه لاریون مشري يې کوله، د يادې مظاهرې موخه د رڼو ټاکنو د رامنځته کېدو غوښتنه ياده کړه.

هغه زياته کړه: ((زموږ غوښتنه د شفافيت رامنځته کول دي، په انتخاباتو کې او د کمپيوټري انتخاباتو غوښتونکي يو، که مو غوښتنه ونه منل شي، خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو.))

دی وايي، د افغانستان لوی ملي ايتلاف پرېکړه کړې، که په ټاکنو کې د شفافيت رامنځته کېدو غوښتنه ونه منل شوه؛ نو د ټاکنو دفترونه به تړل کېږي او دغه راز به کابل سره د ټولو ولايتونو او د ولايتونو له مرکزونو سره د ټولو ولسواليو لارې به د دوی د پلويانو له لوري وتړل شي.

هغه په جلال اباد کې د ډېر وخت لپاره د خلکو پر وړاندې د لويو لارو تړل کېدو په اړه وويل، موخه يې عامو خلکو ته د ټاکنو شفافيت رامنځته کېدو په تړاو د خپلو غوښتنو رسول دي.

دغه راز د لاريون نورو ګډونوالو هم په را روانو ولسي جرګې او د ولسوالۍ شورا په ټاکنو کې د شفافيت رامنځته کېدو غوښتنه کوله او ټينګار يې کاوه چې دغه ځل بيا لکه د تېرو ولسمشريزو ټاکنو د ولس پر رايه معامله ونه شي.

د دوی له ډلې رحيم الله پژواک ته وويل: ((موږ د رڼو ټاکنو غوښتنه کوو، د تقلب او درغلۍ نه ډک انتخابات نه منو، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په څېر بيا د ولس پر رايه معاملې نه منو.))

د لاريون کوونکو له ډلې سپين ږيري شيرولي وويل، که يې په ټاکنو کې د شفافيت د رامنځته کېدو په اړه غوښتنې ونه منل شي؛ نو دوی به په  را روانو ټاکنو کې برخه هم وانخلي.

دغه راز د حبيب الله حنيفي په نوم يو بل لاريون کوونکي وويل، تېر ځل ولس په ډيرو سختو شرايطو کې ټاکنو کې برخه واخېسته، ګوټې غوڅې شوې؛ خو اخره کې يې پر رايه معامله وشوه، چې دا ځل تر ټاکنو وړاندې بايد حکومت د دغه ډول کړنو نه تر سره کولو ډاډ ورکړي.

د يادونې ده، تېره اوونۍ دغو کسانو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر دروازه تړلې وه چې د شپې له خوا پوليسو پرې عمليات وکړل، دروازه يې پرانيسته او ١٥ تنه يې ونيول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.