هرات (پژواک، ۳۱ وږی ۹۷): د هرات لومړنۍ محکمې په هرات ښار کې د یو ټکسي چلوونکي د وژلو عاملین، پر سختې سزا محکوم کړل.
د دیوان جزا رییس او د هرات ښاري محکمې مرستیال عبداللطیف متین، نن د یادو کسانو د لومړنۍ محکمې غونډه کې چې په علني ډول جوړه شوې وه، وویل: ((دغو دوو کسانو څه موده وړاندې یو ټکسي چلوونکی په چلوټنه د هرات ښار شیدایي سیمې کهدستان ښارګوټې ته بیولی او بیا یې وژلی او د هغه موټر یې له ځان سره بیولی و.))
د نوموړي په وینا، یادو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د هرات د ښاري محکمې له پرېکړې سره سم یو تن پر اعدام او بل یې د ۳۰ کلونو پر تنفیذي بند محکوم شوي دي.
په دې ناسته کې محکوم شوو کسانو ته د استیناف غوښتنې حق ورکړل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن