ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا وکيلانو د څلورو سړکونو د جوړولو د کار پیلېدو مخه نيولې”

“د پکتيا وکيلانو د څلورو سړکونو د جوړولو د کار پیلېدو مخه نيولې”

author avatar
22 Sep 2018 - 15:00
“د پکتيا وکيلانو د څلورو سړکونو د جوړولو د کار پیلېدو مخه نيولې”
author avatar
22 Sep 2018 - 15:00

ګردېز (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا ځيني غړي او قومي مشران وايي چې د دغه ولايت د ولسي جرګې وکيلانو د څلورو سړکونو د چارو پيلېدو مخه نيولې ده.

د پکتيا ولايتي شورا ځينو غړو او د احمدابا او سيد کرم ولسواليو قومي مشرانو د وږي په ٣١مه په يوه خبري کنفرانس کې د سيد کرم- لجه منګل تر منځ د ۴۱ کيلومتره سړک او ځينو نورو پروژو د کارونو نه کېدو په اړه خبرې وکړې.

هغوى وويل چې د سړکونو د ډېری پروژو کارونه په پارلمان کې د دغه ولايت د استازو د ښکېلتيا له امله نه کېږي.

د دوی له ډلې انجنير دلاور خان ادعا وکړه چې د سيد کرم ولسوالۍ له تشنک څخه تر لجه منګل ولسوالۍ پورې ۴۱ کيلومتره سړک په پارلمان کې د پکتيا د وکيل نواب منګل له خوا د دغه ولايت له لجه منګل څخه د خوست قلندر ولسوالۍ ته اړول شوی دی.

ده زياته کړه چې نوموړي د ۲۶ میليونه ډالرو په ارزښت دا پروژه د خپلې ګټې لپاره تعويض کړې او دوی يې په لومړۍ سيمه کې د عملي کېدو غوښتونکي دي.

دلاور خان دی وايي: ((زموږ وکيل صاحبانو ډېر غير عادلانه تقسيمات کړي، چا ته د زرمت سړک، چا ته د ځاځيو سړک ورسېد او چا ته د مچلغو د بند سب کنټرکټ ورسېد. نواب منګل د پکتيا د ولسواليو سړک د خوست ولسوالي ته واړاوه، سره له دې چې په تدارکاتو کې يې فيصله خلاصه شوې وه، خو وزير مجبور کړ او بېرته يې وګرځوله. دا څومره د افسوس خبره ده، خوست خپل خلک او وکيلان لري.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري هم د پکتيا پر پارلماني وکيلانو نيوکه کوي او وايي چې دغو وکيلانو په ولايت کې ډېری ترسره کېدونکې پروژې خپلو شرکتونو ته اخيستې چې په يوه او بله بهانه يې د خپلو ګټو لپاره ځنډوي.

قادري له مرکزي دولته غواړي هغو شرکتونو ته قراردادونه ورنه کړي چې په وکيلانو پورې تړلي دي.

نوموړی د ګردېز ــ زرمت سړک، د ځاځي اريوب ولسوالۍ د نري کنډو سړک، د ګردېز ــ ډنډپټان سړک ترميم او د سيد کرم د تشنک او لجه منګل سړک د چارو نه پيلېدو علت په دې پروژو کې د پارلماني  وکيلانو ښکېلتيا بولي چې په خبره يې د خپلمنځي ستونزو او ګټو لپاره يې نه پيلوي.

هغه تور پورې وکړ چې د پکتيا والي هم د ګردېز ــ زرمت سړک د چارو په ځنډېدو کې ور سره جوړ دی او پر شرکت فشار نه راوړي.

نوموړی وايي: ((هغه څوک چې په کابل کې د پکتيا استازيتوب کوي، مرکزي دولت اجازه نه ورکوي چې مخ ته ولاړ شي؛ ځکه چې دوی ته په قرارداد نه ورکول کيږي. د مثال په ډول د زرمت سړک، چې وکيل صاحبانو ټېکه کړی، هېڅ نوع کار يې نکوي او ولايتي اداره هم هغوی سره همغږې ده او هېڅ ډول فشار يې پر هغوی ندی راوړی.))

قومي مخور حاجي محمد ولي نيوکه کوي چې پارلماني وکيلان د دې پر ځای چې د ولايت پرمختګ او د خلکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، برعکس خلکو ته ستونزې جوړوي او خپلې شخصي چارې مخې ته وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.