کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د کرکټ نړيوالې شورا اى سي سي په پرونۍ لوبه کې له ځينو قوانينو د سرغړونې له امله د افغانستان دوه او د پاکستان يو لوبغاړي نغدي جريمه کړي دي.
پرون د کرکټ اسيايي جام سياليو د دويم پړاو لومړۍ لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه، د دې لوبې پر مهال د پاکستان حسن علي او د افغانستان د حشمت الله شهيدي ترمنځ وړه شخړه رامنځته شوه.
دغه راز افغان لوبډلمشر د منډې اخيستو پر مهال د پاکستان له توپ اچوونکي حسن علي سره ټکر وکړ، دغه راز راشد خان يوه پاکستاني لوبغاړي ته ګوت څنډڼه کړې وه.
د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد درې واړه لوبغاړي د پرونۍ لوبې له فيس څخه ١٥ سلنه جريمه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې دغو لوبغاړو ته د ناسم چلند له امله د لومړي لېول د کمزورتيا يوه نومره ورکړل شوې چې په تکرار سره جرمانه زياتېداى شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اصغر افغان او حسن علي د لوبغاړو او د لوبغاړو د همکارو کسانو لپاره د کرکټ نړيوالې شورا ضابطه اخلاق د ٢.١.١ مادو له مخې سرغړوونکي پېژندل شوي چې د لوبې له روح څخه سرغړونه ده.
دغه راز د راشد خان په اړه د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې هغه د ياد قانون د ٢.١.٧ مادې سرغړوونکى پېژندل شوى چې له ژبې او اشارو څخه د لوبغاړو سوځولو پر مهال کار اخيستل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان او حسن علي د لومړي ځل لپاره دا ډول سرغړوونکي پېژندل شوي او اصغر د دويم ځل لپاره پېژندل شوى، هغه يو ځل د ٢٠١٧ کال د فبرورۍ په مياشت کې دا ډول سرغړونه کړې وه چې د زمبابوې پر وړاندې د لوبې پر مهال لوبڅار پر پرېکړې يې اعتراض کړى و.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې تر لوبې وروسته د ميدان او له ميدانه بهر لوبـڅارانو او د لوبې تنظيموونکي سره غونډه وکړه او درې واړه لوبغاړي سرغړوونکي وپېژندل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن