جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۷): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالان وايي، ځينې سياسي کړۍ د بهرنيو استخباراتي کړيو په همکارۍ هڅه کوي د راتلونکو پارلماني ټاکنو نېټه وځنډوي.
دوی د وږي په ۳۱مه جلال اباد ښار کې د رسنيز کنفرانس په ترڅ کې په هېواد کې د ټاکنو پر وړاندې د وروستيو رامنځته شوو ننګونو په اړه څرګندونې وکړې.
د ختيځ زون د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز عبداللطيف واحدي وويل، سياسي ګوندونه بايد د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او د ټاکنو په بهير کې دې لاسوهنه نه کوي.
هغه زياته کړه، حکومت دې هم د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د امنيت د تامين لپاره دې هلې ځلې وکړي، دغه راز يې د ټاکنو پر کمېسيون غږ وکړ چې د ټاکنو د روڼوالي لپاره کار وکړي.
د قرار عزيزي په نوم يوه بل مدني فعال وويل، ځينې سياسي کړۍ د بهرنيو استخباراتي کړيو په مرسته هڅه کوي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې تاخير کړي.
هغه وايي: ((دوی د پرديو په اشاره دغه کړنه ترسره کوي او بيا د مدني حرکتونو نوم ورکوي، خو موږ مدني ټولنې پر خپل وخت د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي يو.))
مدني فعال عبدالرحمن معاون پر اعتراض کوونکو غږ وکړ چې خپل اعتراضونه د مدني حرکتونو او مدني اصولو له مخې پر مخ بوځي او د چا پر وړاندې دې د ښار لارې نه بندوي.
نوموړی که څه هم اعتراض د خلکو حق ګڼي، خو په جلال اباد ښار کې د لوی ملي ايتلاف د پلويانو ننني لاريون ته په اشاره وايي، لاريونونه بايد د خلکو د ورځني ژوند پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په جلال اباد ښار کې د لوی ملي ايتلاف پلويانو د ولسي جرګې د غړي حضرت علي په مشرۍ لاريون کړی و، د څو ساعتونو لپاره يې لويې لارې د خلکو پر مخ تړلې وې او دغه راز يې په ټاکنو د شفافيت غوښتنه هم کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن