د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وکیلانو د نوماندانو له نوملړه د ۳۵ کسانو د لرې کېدو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه

وکیلانو د نوماندانو له نوملړه د ۳۵ کسانو د لرې کېدو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه

Sep 22, 2018 - 17:52

کابل (پژواک، ٣١ وږی ٩٧): ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم د کارولو هرکلی وکړ او له سترې محکمې یې وغوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا د نوماندانو له نوملړ څخه د ۳۵ کسانو د لرې کېدو په اړه دې نظر ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکوونکو بایومټریک مهمه او اساسي مسئله ده او د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په راتلوونکو ورځو کې په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم د کارولو څرنګوالی اعلان کړي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن وویل، د یاد سیستم په اړه د دوی څېړنې ۷۰ سلنه پرمخ تللې او په راتلوونکو ورځو کې به یې پایلې اعلان کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې په همدې موضوع خبرې وشوې.

 په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې حبیبې سادات د ټاکنو په ورځ د بایو مټریک سیستم له کارولو هرکلی وکړ او ویې ویل، دغه سیستم باید داسې تنظیم شي چې یو کس ونه شي کولی څو رایې ورکړي.

 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي انجنیر زکریا زکریا وویل: ((هیله من یو چې د ټاکنو کمېسیون د خلکو غوښتنو ته لبیک ووايي او د ټاکنو د شفافیت لپاره د ټاکنو په ورځ د بایومټریک سیستم د کارولو لپاره زمینه برابره کړي.))

 د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم وویل چې له بایومټریک سیستم څخه استفاده په ټاکنو کې د شفافیت لامل ګرځي.

 

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د ټاکنو په بهیر کې د بایومټریک سیستم کارول د افغانانو غوښتنه وبلله او د ټاکنو له کمېسیون څخه یې وغوښتل چې د شفافیت د راوستو لپاره د رایې ورکولو په ورځ له ټکنالوجۍ څخه استفاده وکړي.

 هغه وویل چې د بایومټریک سیستم څخه استفاده کولی شي د ټاکنو بهیر له بحران څخه وژغوري.

 د نوموړي په خبره، د رایې ورکولو په ورځ له دې سیستم څخه استفاده په ټاکنو کې د شفافیت سربېره کولی شي د خلکو قناعت ترلاسه کړي.

 د ولسي جرګې په نننۍ غوڼده کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رییس نه ګډون

د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، نن د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس، ولسي جرګې ته د کاندیدانو له نوملړ څخه د ۳۵ کسانو د لرې کولو د څرنګوالي لپاره جرګې ته بلل شوی و خو په ناسته کې یې ګډون ونه کړ.

 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روان کال د زمري په ۲۰ مه ۳۵ کاندیدان د ولسي جرګې پر شرایطو برابر ونه ګڼل او د یادې جرګې د کاندیدانو له وروستي نوملړ څخه یې لرې کړل.

 په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي عظیم محسیني وویل، د یادو ۳۵ کاندیدانو په اړه د کمېسیون پرېکړه د هېواد له قوانینو سره په ټکر کې ده، هغو کسانو ته د استېناف غوښتنې چانس ورنه کړل شو چې نومونه یې له وروستي لېست څخه لرې شوي و او هېڅ محکمې دوی په کوم جرم نه دي محکوم کړي.

نوموړي وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید په دې اړه د خلکو استازو ته وضاحت ورکړي.

د یادې جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.

 د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل، د قانون له مخې ټولې خپلواکه او ناخپلواکه ادارې د خلکو استازو ته ځواب ورکوونکې دي او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رییس نه راتلل د قانون خلاف دي.

 هغه د لرې شوو کاندیدانو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه د قناعت وړ ونه بلله چې جرګې د مکتوب په لېږلو له سترې محکمې او د اساسي قانون د څار له کمېسیون څخه غواړي چې د یاد کمېسیون پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

 نوموړي د جرګې دارالانشا ته امر وکړ چې ژر تر ژره د مکتوبونو د لېږلو له لارې په دې اړه د محکمې د نظر ورکولو غوښتنه وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement