ترينکوټ (پژواک، ۳۱ وږی ۹۷): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د يوه تفریحي پارک جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه تفریجي پارک چې د ښاروالۍ ریاست له خوا جوړېږي، نن یې د بنسټ ډبره د اروزګان د والي او یو شمېر نورو مسوولینو له خوا کېښودل شوه.
د یاد ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید پژواک ته وویل، د ځوانانو په نوم د دغه پارک په جوړېدو سره به ځوانانو او عامو خلکو ته د تفريح زمينه برابره شي.
هغه زياته کړه چې له دې مخکې په دغه ولایت د تفریح لپاره کوم ځای نه و او د خلکو د غوښتنې پر اساس دغه پروژه منظوره شوې ده.
د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختيار پژواک ته وويل چې د يادې پروژې کار به په ۸۸ ورځو کې پای ته ورسېږي او بودجه یې د ښاروالیو معینت له خوا چې ۷ میلیونه افغانۍ ده، ورکول کېږي.
د هغه په وينا، دغه پارک پر څلور جريبه ځمکه کې جوړېږي چې په کې د ښځو لپاره ځانګړى ځاى هم جوړېږي.
د ترينکوټ ښار يوه اوسېدونکي مطیع الله پژواک ته وویل چې له دې مخکې په دغه ولایت کې د خلکو لپاره هېڅ ډول د تفریح ځای نه و.
هغه له خلکو وغوښتل چې د دغه پارک په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن