ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه له افغان کډوالو ماشومانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه له افغان کډوالو ماشومانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کوي

author avatar
23 Sep 2018 - 14:50
اروپايي ټولنه له افغان کډوالو ماشومانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کوي
author avatar
23 Sep 2018 - 14:50

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): اروپايي ټولنه له افغان کډوالو ماشومانو سره د مرستې او پوليو د له منځه وړو په موخه ٢٥ ميليونه يورو مرسته کوي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې بيان شوى چې له يادې اتحاديې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه څلور کلنه مرسته به يونيسېف او شريکباڼو ته يې وړتيا ورکړي چې کډوال ماشومان په ښه ډول بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځاى کړي او يو خوندي چاپېريال ورته چمتو کړي.

دا به دغه راز له يونيسيف، د روغتيا نړيوال سازمان او افغان دولت سره د پوليو د له منځه وړو لپاره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پلاوي مشر سفير پير مايادون ويلي، د کډوالو ماشومانو او د پوليو د له منځه وړو لپاره دغه ٢٥ ميليونه يورو بسپنه د اروپايي وګړو هغه ملاتړ او ژمتيا ښيي چې په افغانستان کې د ډېرو زيانمنونکو ماشومانو د ژوند د ودې لپاره يې لري.

ده زياته کړې، دغه نننۍ اعلان شوې بسپنه به داسې فرصتونه برابر کړي چې د سفر پر مهال افغان ماشومان خوندي کړي، د رواني ملاتړ په ګډون د مقاومت د ميکانيزمونو په پياوړي کولو سره د هغوى ثبات زيات کړي او له ټولنو سره د هغوى بېرته يو ځاى کېدنه اسانه کړي. دغه راز به په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړو په برخه کې همکاري هم وکړي.

په افغانستان کي د يونيسېف استازي اډيلا خودر په وينا، د اروپايي ټولنې دغه مهم ملاتړ به د افغانستان د خلکو او ماشومانو لپاره هيله او ثبات رامنځته او د پوليو د وړلو چاره به چټکه کړي.

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکتر پيپر کورن بيا ويلي، افغانستان د پوليو په منځه وړو کې ډېر پرمختګ کړى او دغه ناروغي محدودو جغرافيايي سيمو کې ليدل کېږي.

دغه بسپنه د پوليو د انتقال د مخنيوي لپاره يو غوره فرصت دى؛ ځکه چې دا پخوانۍ پانګونې او لاسته راوړنې خوندي کوي او تر ټولو مهمه دا چې له پوليو د تل لپاره د ماشومانو خونديتوب او ژغورنه باوري کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.