ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میراث ترلاسه کولو لپاره دوه ماشومان له خپل کوره شړل شوي

د میراث ترلاسه کولو لپاره دوه ماشومان له خپل کوره شړل شوي

author avatar
23 Sep 2018 - 11:37
د میراث ترلاسه کولو لپاره دوه ماشومان له خپل کوره شړل شوي
author avatar
23 Sep 2018 - 11:37

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): په کندوز کې یوه کس خپل دوه یتیم ورېرونه د هغوی د پلار او مور له مړینې وروسته د دې لپاره له کوره شړلي چې د ورور میراث یې ورته پاتې شي.

یادو ماشومانو وروسته یوه شپانه ته پناه ور وړې وه خو د هغه له خوا هم پرې درانه کارونه شوي او بیا یې په کابل کې بې برخلیکه خوشي کړي او تر اوسه یې حکومت هم د مرستې په موخه کوم اقدام نه دی کړی.

لس کلن اکبر او اته کلن سلیم (مستعار نومونه) دوه وروڼه دي، دوی د مور او پلار له مړینې وروسته له دوو کلونو راهیسې ډېر دردناکه ژوند تېر کړی او اوس هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

د اکبر ادعا: زما مور يې په زهرو مړه کړه

د کندوز ولایت د ګورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي اکبر پژواک خبري اژانس ته د خپل ژوند غمجنه کیسه داسې وکړه: “پلار مې بزګر و، ډېره ځمکه مو درلوده هر څه به یې کرل او ښه ژوند مو درلود.”

هغه د پلار د مړینې په اړه وویل: “د پلار په ټول بدن مې دانې راپورته شوې، ډېر سخت ناروغ و، روغ نه شو او مړ شو، د هغه له مړینې شپږ میاشتې وروسته مې یې مور ته زهر ورکړل او مړه شوه، موږ یوازې پاتې شو او کاکا مو له ځان سره بوتلو. “

اکبر چې له پژواک سره د خبرو پر مهال یې د خپل کوچني ورور لاس کلک نیولی و او هر لوري ته یې کتل، یوه شېبه چوپ شو او وروسته یې وویل، تره یې هم پر دوی مهرباني ونه کړه.

هغه زیاته کړه: “د تره (غلام مستعار نوم) په کور کې مو ډېرې سختۍ ولیدې، تره به مې زه او ورور هره ورځ پر یو سیم وهلو، کله به یې سیخ ګرم کړ او زموږ لاسونه به یې را سوځول، چې خوښه به یې شوه ډوډۍ به یې راکوله او چې زړه به یې نه و ډوډۍ به یې نه راکوله، ډېرې لوږې به مو تېرولې، وروسته یې موږ له کوره وشړلو او زموږ هر څه یې واخیستل.”

نوموړي ماشوم په دې اړه چې چا يې مور ته زهر ورکړي؟ وویل: “نه پوهېږم چې چا زهر ورکړل، شپه تېره شوه چې له خوبه را ویښ شوو، ومو کتل چې مور مو شنه شوې، خېټه یې پړسېدلې او مړه شوې ده.”

اکبر زیاته کړه، کله یې چې تره له کوره وشړل د اوسېدو ځای یې نه درلود، کلي ته نږدې یوې دښتې ته ولاړل، د ژړا په حال کې له یوه شپانه سره مخ شول.

هغه زیاته کړه: “کله مو چې شپون له کیسې خبر شو، ویې ویل، راځئ له ما سره ولاړ شئ، زه مو ساتم، ډېر خوشاله شوو او ولاړو، شپږ میاشتې د شپانه په کور کې وو او د کور ټول کارونه مو یې ترسره کول، رمه مو څروله خو له موږ څخه خوشاله نه و. ویل یې تاسو ډېره ډوډۍ خورئ، یوه ورځ به یې ډوډۍ راکوله، یوه ورځ نه او موږ به یې ډېر وهلو هم.”

نوموړي په دې اړه چې له کندوزه کابل ته څرنګه ورسېدل؟ وویل: “یوه ورځ شپانه راته وویل، راځئ رمه کابل ته د پلور لپاره بوځو، موږ دواړه یې راوستو او د لوبو لپاره یې یو یو موټر راته واخیست، د یوه دوکان مخې ته یې پرېښودو، موږ ته یې وویل رمه پلورم او بېرته راځم، خو بېرته راستون نه شو.”

وروسته له دې چې دغه شپانه دغه دوه ماشومان په کابل کې پرېښودل، له یو کس سره مخ شول او اوس له هغه سره ژوند کوي.

یو پخوانی پولیس سرتېری: ماشومان حکومتي ارګان ته سپارم

شمس الدین سالنګي چې څه موده یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده، وايي چې دا دوه ماشومان یې د کابل ښار په قوای مرکز سيمه کې خپلې پوستې ته څېرمه وموندل؛ کله چې د هغوی د ژوند له قیصې خبر شو، زړه یې پرې وسو او د پوستې قوماندان ته یې وویل چې هغوی خپل کور ته بيايي، ساتنه او پالنه يې کوي.

هغه زیاته کړه: “کله مې چې کور ته بوتلل، بدنونه یې خيرن وو او بد بوی يې کاوه، جامې يې زړې وې او رواني وضعيت يې هم سم نه و.”

هغه وويل: “اوسمهال سليم له ځان سره ساتم او اکبر يې له ترور سره چې زوی نه لري، ژوند کوي. زه او ترور مې ډېر زيار باسو، سبق ورښيو، کار پرې نه کوو، خو سلیم له موږ سره له اوسېدو خوښ نه دی، زما خور ورسره درس لولي، يو ځل چې سبق يې زده نه و، په څپېړه یې وهلی و، دا هلک تللی و او پولیس یې په موږ پسې راوستې وو.”

خو سلیم چې هېڅ خبرې یې نه کولې، په پرله پسې ډول ترې پوښتنه وشوه چې پولیس یې ولې راوستي وو؟ ايا له تاوتريخوالي سره مخ شوی، روښانه ځواب يې ورنه کړ.

نوموړي یوازې دومره وویل: “فاطمه ((د شمس الدین خور)) چې کله درس راکوي، که زده یې نه کړم، بیا مې وهي او ټکوي.”

سالنګی وویل چې کورنۍ یې د سلیم له غبرګون وروسته پرېکړه کړې ده چې دواړه وروڼه ونه ساتي، حیران دي چې کوم ارګان ته يې وسپاري.

کمېسیون: د اکبر او سليم قضيه د انساني قاچاق بڼه ده

له انساني قاچاق او د کډوالو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون د سکرتریت غړي محمد حسن سلیمي پژواک ته وویل چې د دې قضیې په اړه بې خبره دی، خو تعقیب به یې کړي.

هغه زیاته کړه: “په دې قضیه کې لومړی د دغو ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي، له تاوتریخوالي سره مخ شوي او وروسته له هغه چې له کوره شړل شوي، شپون له دوی څخه ګټه اخيستې، په جبر درنو کارونو ته اړ ایستل شوي او کابل ته لېږدول شوي دي.”

نوموړي وويل چې د یادو ماشومانو په څېر په هېواد کې زیاتې داسې قضیې شته چې باید رسېدنه ورته وشي.

هڅه مو وکړه چې د اکبر او سلیم له تره غلام سره په دې اړه خبرې وکړو، خو نوموړی د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ژوند کوي او اړيکه نیول ورسره اسانه نه دي.

د دې قضیې په تړاو د ګورتپې ولسوال محمدنبي پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ ډېری سیمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

هغه زیاته کړه: “د ماشومانو موضوع چې تاسو ياده کړه، هغه سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او کومې پېښې چې په دې سيمو کې رامنځته کېږي، طالبانو ته راجع کېږي او دغو ماشومانو تر اوسه موږ ته مراجعه نه ده کړې؛ کله چې موږ ته عارض شي، موږ دا موضوع په جدي ډول څېړو.”

طالبان: د اکبر او سلیم قضیه له نږدې څېړو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وویل که غلام دا ډول جنایت ترسره کړی وي، بايد ځواب یې ووايي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان دا موضوع په جدي ډول څېړي او هغه به محکمې ته وسپاري، څو یې په اړه پرېکړه وکړي.

قانون په دې اړه څه وايي؟

د کډوالو او انساني قاچاق قانون د درېیمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي چې د مجبوریت او تاوان مننې پر مهال د ګټې اخیستنې لپاره د چل، دوکې او ډار له لارې د یو کس لېږد، وړل راوړل یا د هغو جذب (تر واک لاس لاندې راوستل) انساني قاچاق بلل کېږي.

د مادې په بله برخه کې راغلي، د ناوړه ګټه اخیستو په موخه د ماشوم تر واک لاندې راوستل هم انساني قاچاق دی.

د یاد قانون په لسمه ماده کې راغلي، که د انساني قاچاق په قضیه کې د ښځې یا ماشوم پر وړاندې جرم ترسره شوی وي، مجرم ته اته کاله د بند سزا ورکول کېږي.

دغه راز د افغانستان د کار قانون په دیارلسمه ماده کې راغلي چې له ۱۸ کلونو په کم عمر کې د ماشومانو روغتیا ته مضر، د فزيکي ودې د مخنیوي او معلولیت رامنځته کوونکي کارونه منعه دي.

په دې ماده کې د سپکو کارونو په برخه کې د کارکوونکو عمر ۱۵ کاله او د کار زده کوونکو عمر ۱۴ کاله په نظر کې نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اساسي قانون په ۴۹مه ماده کې راغلي چې پر ماشومانو په زور کار جواز نه لري.

د یادونې ده، اقتصادي ستونزې، د امنیت نه شتون، له قوانینو بې خبري، د دولت او همکارو بنسټونو له لوري د دوامداره ملاتړ نه شتون، فقر او بېوزلي او کډوالي د دې ډول پېښو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.