ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د حج بهير ښه پر مخ تللى، خو د قناعت وړ نه دى

ولسمشر غني: د حج بهير ښه پر مخ تللى، خو د قناعت وړ نه دى

author avatar
23 Sep 2018 - 19:01
ولسمشر غني: د حج بهير ښه پر مخ تللى، خو د قناعت وړ نه دى
author avatar
23 Sep 2018 - 19:01

کابل (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): ولسمشر غني وايي، په وروستيو څلورو کلونو کې د حج بهير ښه پر مخ تللى، خو د قناعت وړ نه دى او د راتلونکي کال د حج پروسي لپاره دې سر له نن څخه تدابير ونيول شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د حامدکرزي په بین المللي هوايي ډګر کې د افغان حاجیانو د وروستي کاروان هرکلی وکړ.

سرچينه کاږي، د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني په خپلو خبرو کې افغان حاجیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د حج بهیر ته د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، سږکال د جمهور رئیس په لارښوونه افغان حاجیانو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې وې.

ورپسې د حاجیانو په استازیتوب حاجي محمد امین موحدي له ولسمشر څخه مننه وکړه چې هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره ورغلی دی.

ده ویل، سږکال افغان حاجیانو ته ښې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې وې او زیاته یې کړه چې افغان حاجیانو په خپلو عبادتونو کې په افغانستان کې د پایدارې سولې او ثبات لپاره دعاګانې وکړې.

ورپسې ولسمشر افغان حاجیانو سره په خبرو کې هغوی ته ښه راغلاست ووایه وې ویل، ستاسو د دعاګانو او عبادتونو له برکته به په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي.  

هغه زیاته کړه، دولت مکلف دی چې حاجیانو ته اسانتیاوې رامنځته او د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: "په وروستیو څلورو کلونو کې د حج بهیر ښه پر مخ تللی، خو بیا هم د قناعت وړ نه دی او زه ځکه ستاسو خدمت ته راغلی یم چې په دغه بهیر کې ستونزې او کمۍ واورم او د رفع کولو لپاره یې اقدام وکړو."

هغه وویل، زموږ ژمنه دا ده چې هر کال د حج پروسې لپاره لا ښه ترتیبات ونیسو او د حج او اوقافو وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د راتلونکي کال د حج پروسې لپاره سر له نن څخه تدابیر ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.