کندهار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ۹۷): په کندهار کې په تېرو څو ورځو کې د ځان وژنې دوه پېښې شوي چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.
په یوې پېښې کې یوې نجلۍ او په بله کې یوه ځوان خپل ژوند پای ته رسولی دی.
وروستیو دواړو پېښو خلک خپه کړي او پر ټولنیزو رسنیو کې یې په دې اړه بحثونه راپورته کړي دي.
لومړۍ پېښه درې ورځې مخکې د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په ساحه کې شوې ده چې په همدې ورځ په دغه کور کې د واده مراسم هم وو چې په غم بدل شول.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، یوې نجلۍ چې ۲۵ کاله عمر یې درلود، ځان سوځولی او وژلی دی.
هغه زیاته کړه، د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو څانګه دغه موضوع څېړي او داسې ګومان کېږي چې دغې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
دی وايي، د نجلۍ خاوند هم تښتېدلی او تر هغه چې نیول شوی نه وي، د موضوع اړوند ډېر څه نه شي ویل کېدای، خو یوه خبره ثابته ده چې د پېښې انګېزه کورنۍ ستونزې دي.
د ځان وژنې دویمه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بامیزو په کوڅه کې شوې ده.
درانی وايي، یوه اته ویشت کلن ځوان په خپلو کور کې د برېښنا د مزي په وسیله ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
دی وايي، دغه پېښه هم تر څېړنې لاندې ده او وروسته به څرګنده شي چې د دغه ځوان د ځان وژنې لامل څه و.
د ځان وژنې دا پېښې په کندهار کې د خلکو تر منځ د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده او په دې اړه د خپګاښ ښودلو تر څنګ د اړینو اقداماتو غوښتنه کوي.
د نجلۍ د ځان وژنې په اړه مو د کندهار د ښځو چارو د رییسې د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو بریالي نه شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن