ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د جرمني پوځي کمپ مخې ته لسګونو کسانو اعتراض کړی

مزارشریف کې د جرمني پوځي کمپ مخې ته لسګونو کسانو اعتراض کړی

author avatar
23 Sep 2018 - 12:56
مزارشریف کې د جرمني پوځي کمپ مخې ته لسګونو کسانو اعتراض کړی
author avatar
23 Sep 2018 - 12:56

 

مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): په مزارشريف کې لسګونو کسانو له دې امله اعتراض کړى چې د جرمني پوځي کمپ کې یې د دندو قراردادونه له ټاکلي وخت مخکې لغوه شوي او اوسمهال دوى د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

شاوخوا ١٥٠ کسانو نن د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې مارمل کمپ ته څېرمه اعتراضيه غونډه جوړه کړې ده.

یوه اعتراض کوونکي سيد حسين اصغري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو کسانو له پنځو تر لسو کلونو له جرمنيانو سره په دغه ولايت کې کار کړى دى.

هغه وويل: ((په دې کسانو کې امنيتي موظفين شته، په دې کسانو کې ترجمانان شته او په دې کسانو کې قرادادي کسان هم شته دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، له قرارداد سره جرمنيان بايد دوى جرمني او يا هم کوم بل اروپايي هېواد ته ولېږي.

ده زياته کړه چې له دندې دوى شړل شوي او د قرارداد خلاف دوى له افغانستان څخه بل ځاى ته هم نه لېږل کېږي.

دغه راز يوه بل اعتراض کوونکي جاوېد سلطاني پژواک ته وويل چې جرمنيانو د دوی قراردادونه مخکې له ټاکلي وخته لغوه کړي دي.

ده زياته کړه: ((زموږ وخت لا پاتې و خو دوى قراردادونه لغوه کړي دي او اوس موږ په مشکل کې يو.))

نورو اعتراض کوونکو هم ويل چې دا مهال د مرګ له ګواښ سره مخ دي، بايد جرمنيان دوى انتقال کړي.

دوی ټينګار کاوه که چېرې له افغانستانه ونه ایستل شي، نو خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

بل لور ته د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې دغه موضوع والي په بلخ کې د جرمني له کونسل سره شريکه کړې ده؛ څو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.