ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر بهرنیو ژبو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو برلاسيتوب ارزول کېږي

پر بهرنیو ژبو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو برلاسيتوب ارزول کېږي

author avatar
23 Sep 2018 - 17:42
پر بهرنیو ژبو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو برلاسيتوب ارزول کېږي
author avatar
23 Sep 2018 - 17:42

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): څېړنې ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکي له پنځو مهمو نړیوالو ژبو څخه پر يوې د لازمو مهارتونو د نه لرلو له امله نه شي کولای په هغو هېوادونو کې چې دندې لري، د خپلو دندو اړوند ټول کارونه په ښه توګه تر سره کړي.

په همدې خاطر د بهرنیو چارو وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره په همغږۍ په بهرنیو ژبو د دغه وزارت د کارکوونکو مهارتونه او برلاسيتوب ارزوني. 

په هغې مطبوعاتي خبرپاڼه کې د اداري اصلاحاتو له کميسيون څخه نن پژواک ته رارسېدلې، ویل شوي، د بهرنیو چارو وزارت پر دې باندې په ټینګار سره چې د یاد وزارت کارکوونکي باید د پنځو بهرنیو ژبو له جملې په یوه ژبه حاکمیت ولري، د دغه وزارت د کارکوونکو د ژبې مهارتونو د ارزونې لپاره د روان زېمډيز کال تر پایه د ټافل ازموینې د اخیستو خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د ژبني ظرفیت د ارزونې لپاره يې ځانګړې تګلاره ترتیب کړې ده چې له مخې یې باید په هېواد کې دننه او بهر د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي د سویې معلومولو لپاره په نړیوالو معیارونو برابر د بهرنۍ ژبې ازموینه ورکړي.

د خبرپاڼې په اساس، د انګليسي ژبې د ارزونې لپاره د ټافل ازموینه په پام کې نیول شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي باید له پنځو مشهورو نړیوالو ژبو په یوې حاکمیت ولري.

خبرپاڼې زیاته کړې، د دغه وزارت کارکوونکي له ازموینې وروسته په درېیو برخو، هغه کارکوونکي چې لوړه سویه لري، دندو ته به دوام ورکوي، هغه کارکوونکي به چې منځنۍ سویه لري، د ژبې د ظرفیت لوړولو لپاره ښوونیزو کورسونو ته ور وپېژندل شي او د زده کړې په پای کې به له دوی نه ازموینه واخیستل شي او د ټيټې سویې کارکوونکي به په اداري او خدماتي برخو کې په دنده وګمارل شي.

د بهرنیو چارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د وخت داسې پروګرام ترتیب کړی دی چې له مخې به یې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د ژبو مهارتونو د ازموینې ټول پړاوونه د روان زېږديز کال تر پایه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د ګډې طرحې له مخې په دې وروستیو کې د یاد وزارت ۱۶ کارکوونکي د کار، ترفېع او تقاعد د قانون د اړوند کمېسیون د تصویب په اساس تقاعد شول.

په همدې توګه اته سفیران او یو جنرال قونسل د لوړ عمر درلودو له امله تقاعد شول.

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت هغه ۴۹ کارکوونکي چې د لېسانس سند یې نه دی وړاندې کړی، د ولسمشر د فرمان او بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز له دندو لرې شوي دي.

د ډېپلوماټیکو کارکوونکو او قونسلګرۍ چارو د قانون له مخې، ډېپلوماټيک کارکوونکي باید لږ تر لږه د لېسانس سند ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.