د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​په کندهار کې د ځان وژنې پر له پسې پېښو اندېښنې پارولي

​په کندهار کې د ځان وژنې پر له پسې پېښو اندېښنې پارولي

Sep 23, 2018 - 17:36

کندهار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ۹۷): په کندهار کې په تېرو څو ورځو کې د ځان وژنې دوه پېښې شوي چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.

په یوې پېښې کې یوې نجلۍ او په بله کې یوه ځوان خپل ژوند پای ته رسولی دی.

وروستیو دواړو پېښو خلک خپه کړي او پر ټولنیزو رسنیو کې یې په دې اړه بحثونه راپورته کړي دي.

لومړۍ پېښه درې ورځې مخکې د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په ساحه کې شوې ده چې په همدې ورځ په دغه کور کې د واده مراسم هم وو چې په غم بدل شول.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، یوې نجلۍ چې ۲۵ کاله عمر یې درلود، ځان سوځولی او وژلی دی.

هغه زیاته کړه، د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو څانګه دغه موضوع څېړي او داسې ګومان کېږي چې دغې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

دی وايي، د نجلۍ خاوند هم تښتېدلی او تر هغه چې نیول شوی نه وي، د موضوع اړوند ډېر څه نه شي ویل کېدای، خو یوه خبره ثابته ده چې د پېښې انګېزه کورنۍ ستونزې دي.

د ځان وژنې دویمه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بامیزو په کوڅه کې شوې ده.

درانی وايي، یوه اته ویشت کلن ځوان په خپلو کور کې د برېښنا د مزي په وسیله ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

دی وايي، دغه پېښه هم تر څېړنې لاندې ده او وروسته به څرګنده شي چې د دغه ځوان د ځان وژنې لامل څه و.

د ځان وژنې دا پېښې په کندهار کې د خلکو تر منځ د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده او په دې اړه د خپګاښ ښودلو تر څنګ د اړینو اقداماتو غوښتنه کوي.

د نجلۍ د ځان وژنې په اړه مو د کندهار د ښځو چارو د رییسې د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو بریالي نه شو.

خو د کندهار ښار یوه اوسېدونکې د ښځو د حقونو فعاله فریده وايي، ځان وژنه د حل لار نه، بلکې د دنیا او اخرت دواړو د تباهۍ لاره ده.

دا وايي، تر هغه چې په ټولنه کې ښځو ته د هغوی روا حقوق نه وي ورکړل شوي، دغسې پېښې کمېدلای نه شي.

د دې په خبره، دا د حکومت، دیني عالمانو او د ټولنې د نورو متنفذینو دنده ده چې د ښځو د حقونو اړوند د خلکو ذهنونه روښانه کړي او هغوی یې د بشري حقونو درناوي ته وهڅوي.

خبریال او مدني فعال جان محمد صالح پژواک اژانس ته وویل، زموږ په ټولنه کې ډېرې کورنۍ په ځانګړي ډول د کورنۍ مشرتابه او د واک خاوندان د کورنۍ د ځوانو غړو غوښتنې، اندېښنې او د مرګونو اقداماتو خبرداريو ته چندان پام نه کوي او بابېزه يې ګڼي.

هغه زیاتوي، له همدې امله ډېری ځوانان د خپلو ستونزو د هواري له هڅو ناهيلي کېږي، د ځان وژنې يا بل وژنې تصميم نيسي.

د ده په خبره، هره ستونزه د حل لار لري او کورنۍ تر بل هر چا د خپل يوه غړي ستونزه او غوښتنه سمه درک کولای شي او د هواري او پوره کولو لپاره يې خورا مؤثر او پر وخت اقدام کولای شي.

ده وویل، له بده مرغه زموږ د کورني نظام تر څنګ ټولنيز نظام هم خراب دی او سره له دې چي ډېر کله ټولنه د ځينو کورنيو ستونزې او د هغو احتمالي خطرناک او مرګوني عواقب درک کوي، خو بيا هم د ستونزې د هواري لپاره څنګه چې لازمه ده، اقدام نه کوي.

دی وايي، مدني ټولنې او په ځانګړي ډول رسنۍ مو هم له دا ډول مسایلو سره د درېيمګړي، ستونزه هواروونکي او وقايه کوونکي چلند نه کوي، بلکې ډېر کله داسي پېښو ته په بېړني او ناسنجيده ډول خبري پوښښ ورکولو سره ستونزه د هوارولو پر ځای نوره هم غټوي.

دی زیاتوي، روغتيايي بنسټونه هم په دې برخه کې وقايوي اقدامات چې په ژور خپګان د خلکو د اخته کېدو د مخنيوي لامل ګرځي، ډېر کم کوي او يا يې بېخي نه کوي.

دغو پېښو پر ټولنیزې رسنۍ فېسبوک د خلکو تر منځ بحثونه پارولي دي.

د کندهار یو ټولنیز فعال اجمل خان لیکلي دي چې په فېسبوک کې د ګډو وډو خبرونو، وېرې خپروونکو پاڼو، د ترهګرو او چاودنو له عکسونو ځان وژغورئ، که نه خدای مه کړه په سټريس او ذهني ناروغيو اخته کېږئ  او ان د ځان وژنې غوندې له بدمرغه ګواښ سره مخ کېدلای شئ.

د فېسبوک یو بل فعال سمیع غیرتمل لیکلي چې زموږ په ټولنه کې د ټولنیز ژوند په اړه ډېرې غلط فهمۍ شته او زموږ ډېرې ستونزې د همدې غلط فهمیو زېږنده دي.

خو په ټولنه کې داسې اشخاص شته چې د ستونزو پر مهال ورسره مشورې ښايي د ډېرو د ژوند تګلوری بدل کړي.

په خپله د وژل شوي ځوان تره لیکوال او شاعر لطیف جان بابي لیکلي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې وراره یې لمري بابي په ۲۵ کلنۍ کې له زښتو زیاتو ارمانونو سره له دې ارماني نړۍ څخه خدای په اماني وکړه او د ژوند له خورا درانه بوج څخه یې د تل لپاره ځان بې غمه کړ، خو تلپاتي ویر یې کورنۍ او دوستان ځورولي دي.

هغه وړاندې لیکلي، لمري بابي البېروني لېسه خلاصه کړه او د دوو کالو لپاره یې د میرویس نیکه پوهنتون د طب پوهنځی ولوست، بیا یې یو کال کمپیوټر ساینس پوهنځی ولوست، خو ژورنالیزم یې ډېر خوښ و.

نوموړي له پښتو لیکوالۍ سره مینه لرله، شعري طبعه یې لرله او په زړه غمجن زلمی و چې د هېواد له روان بد حالت او او وګړو له بې کاریو او کړاوونو دردېده او له همدې امله یې خپل دردېدل زړه درېدو ته اړ کړ.

د یادونې ده چې که څه هم په تېر کې په کندهار کې په ځينو مواردو کې ښځينه وو د ځان وژنې هڅې کړي، خو د ځوانانو د ځان وژنې هڅې یا نه دي شوي او یا کمې شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement