ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنیتي ځواکونو په زرمت کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه ویجاړه کړې”

“امنیتي ځواکونو په زرمت کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه ویجاړه کړې”

author avatar
24 Sep 2018 - 11:52
“امنیتي ځواکونو په زرمت کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه ویجاړه کړې”
author avatar
24 Sep 2018 - 11:52

ګردېز- کندوز (پژواک، ٢ تله ٩٧): مسوولين وايي چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه فابريکه له منځه وړل شوې او بلخوا بیا په کندوز کې پنځه طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو د ماين جوړولو پر يوې فابريکې بريد کړى دى.

هغه وويل چې په دغه بريد کې دوه طالب ماين جوړوونکي حکمت الله نيازی او حماس وژل شوي او فابريکه له منځه وړل شوې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کندوز کې د وسله والو طالبانو يوه پنځه کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د سولې له پروسې سره د وسله والو مخالفينو يو ځاى کېدل د خلکو د ژوند ژغورنې په معنا ده.

ده له نورو وسله والو هم غوښتل چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او د بل په وينا د خپل ورور له وژنې لاس واخلي.

والي د سولې له پروسې سره د يادې پنځه کسيزې ډلې د يو ځاى کېدو په اړه وويل: ((دغه کسان چې تازه د سولې له بهیر سره یوځای شوي، پر خپلو مخالفتونو سخت پښېمانه دي او ژمنه کوي چې نور به سوله ییز ژوند کوي او د هېواد د ابادۍ لپاره به کار کوي.))

د يادو دواړو پېښو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.