کابل (پژواک، ٢ تله ٩٧): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کرنې ته د درې سلنه ملي بودیجې ځانګړي کول کافي نه بولي او وايي چې د نورو هېوادونو پنځه ټنه زعفران د افغانستان د زعفرانو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر نصیر احمد دراني نن د دغه وزارت د پروګرامونو او په هېواد کې د وچکالۍ په اړه د معلوماتو لپاره د ولسي جرګې عمومي ناستې ته رابلل شوی و.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو په دې ناسته کې وویل، د هېواد زعفران بهرنیو هېوادو ته قاچاق کېږي.
خو دراني د اندېښنې په څرګندولو وویل، د افغانستان زعفران نه قاچاق کېږي، بلکې د نورو هېوادونو زعفران د افغانستان د زعفرانو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.
هغه د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادرولو او د هغو د څرنګوالي په اړه له جزئیاتو پرته زیاته کړه: ((تېر کال موږ ۱۰،۶ ټنه زعفران تولید درلود، خو له ۱۵ ټنو ډېر زعفران د افغانستان د زعفرانو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.))
نوموړي وویل، دغه بهیر اوس هم ادامه لري.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د زعفرانو په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو عرضه کول د هېواد پر بدنامۍ سربېره په نړیوالو بازارونو کې د افغان زعفرانو د بیې د کمېدو لامل شوي، ځکه د افغانستان زعفران ډېر لوړ کیفیت لري او د هغو په پرتله د نورو هېوادونو زعفران ټيټ کیفیت لري.
نوموړي د افغانستان د زعفرانو په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادرولو د مخنیوي لپاره د ولسي جرګې له غړو د مرستې غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا موضوع یې له جمهوري ریاست سره شریک ه کړې ده.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشر دوست د زراعت پر وزیر د نیوکې تر څنګ نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د زعفرانو په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو د قاچاقبرانو د ښکاره کولو غوښتنه وکړه.
خو د زراعت وزیر وویل: ((هغه اسناد چې له ما سره دي، ولسي جرګې ته يې لېږم، د زعفرانو د قاچاق د مخنیوی په خاطر مې تر اوسه دوه ځلې پر کورنۍ برید شوی دی. تر اوسه یې له ډاره د قاچاقبرانو نوم ماته نه دی اخیستی، خو پیدا کوم یې او له ملت سره یې شریکوم.))
نوموړي دغه راز په نننۍ ناسته کې وویل، د هېواد ځنګلونه قطع او قاچاق کېږي.
هغه زیاته کړه، په دې اړه به ټول معلومات له امنیتي او دفاعي سکتور سره شريک کړم تر څو د قاچاق مخنیوی وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن