ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د شهرصفا زندان يو بندي ٩ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

د زابل د شهرصفا زندان يو بندي ٩ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
24 Sep 2018 - 16:29
د زابل د شهرصفا زندان يو بندي ٩ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
24 Sep 2018 - 16:29

کلات (پژواک، ٢ تله ٩٧): د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې يو زنداني پر پوليسو ډزې کړې، پنځه پوليس يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي.

د زابل امنيه قوماندان محمد مصطفی مايار وايي، تېر ماښام يوه کس چې تر اوسه يې لا هويت نه دی معلوم شوی، د شهر صفا ولسوالۍ ودانۍ کې لومړی پر پوليسو ډزې کړې او وروسته د ولسوالۍ په ودانۍ کې د وسلو ډيپو ته ننوتلی او له پولیسو سره يې جګړه پيل کړې دي.

هغه د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

مايار وايي، وروسته ډيپو اور اخيستی او چاودنه يې کړې چې له امله يې خپله بريد کوونکی هم وژل شوی دى.

امنيه قوماندان وويل چې درې نور پوليس د مرکز کلات اړوند جلدک سيمه کې د ماين په چاودنه کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې د يادې ولسوالۍ د پوليسو مرستې ته ورشي.

د هغه په وينا چې د بريد کوونکي د پېژندلو په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.

يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ياد بريدګر له پوليسو سره ١٧ ساعته جګړه کړې او بيا وژل شوى دى.

سرچينه وايي چې د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د اداري او جنايي مدير او د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان په ګډون اته پوليس په جګړه کی وژل شوي او پنخه تپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د قوماندانۍ ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.