غزني ښار (پژواک، ٢ تله ٩٧): له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې چې له امله يې د دې لارې مسافر له ستونزو سره مخ دي.
شاوخوا څلور مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ځينو ځايونو کې ډله ييز بريدونه وکړل چې له امله يې دغه لار تر اوسه تړل شوې ده.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار د ارزو سيمې یوه اوسېدونکي عبد الله د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار تړلې ده.
هغه زياته کړه: ((زموږ سيمه د غزني- پکتيکا پر لويه لار پرته ده چې نيم يې د ښار او نيم د ده يک ولسوالۍ مربوط ده، ډېرى وخت په کې طالبان راوځي، پوستې جوړوي او خلک تلاشي کوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه څو ځلې امنيتي ځواکونو د دې لارې د خلاصون لپاره عمليات کړي، خو پر دې نه دي بريالي شوي چې خلاصه يې کړي.
دغه راز د غزني ښار يوه هټۍ وال نورمحمد پژواک ته وويل چې د پکتيکا ډېرو اوسېدونکو او هټۍ والو له دغه ولايت څخه توکي خپل ولايت ته وړل.
هغه وايي: ((له کومې ورځې چې دغه لار بنده شوې، زموږ پر کاروبار يې هم بد اغېز کړى، موږ خپل ډېر مالونه پر پکتيکا والو خرڅول خو اوس بازارونه بېخي خراب دي.))
د غزني- پکتيکا لويې لارې يوه موټر چلوونکي محمدګل پژواک ته وويل چې طالبانو په ارزو، سيني او سلطان باغ سيمو کې دغه لار تړلې ده.
دى وايي: ((عمومي لاره تړل شوې، خو خامه او د کليو په منځ کې لارې شته خو دغه لارې چې دې بيا، هم موټر خرابوي او هم يې کرايه لوړه ده نو ځکه ډېر څوک پرې تګ راتګ نه کوي.))
د دغه ولايت يو شمېر نوورو اوسېدونکو هم ورته څرګندنې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار تړل شوې ده.
هغه وايي: ((موږ د دې لارې د خلاصون لپاره پلان جوړ کړى و خو کله چې پر غزني بريد وشو، دغه کار پاتې شو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن