فېروزکوه(پژواک، ٢ تله ٩٧): په داسې حال کې چې د غور یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو له ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي، خو په غور کې د نړیوال غذايي سازمان د سیمه ییز پروګرام مسوول دغه ادعا نه مني او وايي، ټول مواد اړمنو کسانو ته وېشل شوي دي.
د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار ځینې اوسېدونکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د خوراک د نړیوال سازمان مرستې چې اوړه، غوړي، مالګه او دال په کې شامل و د ځینو کسانو له خوا په ناعادلانه ډول هغو کسانو ته وېشل شوي چې د مرستو وړ نه دي او دغه مواد په بازار کې په ازاده توګه پلورل کېږي.
د غور دغه اوسېدونکي له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې له دې وروسته خوراکي توکي په عادلانه ډول اړمنو او وړ کسانو ته ووېشي.
د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اوسېدونکي شېر احمد پژواک ته وویل: ((له موږ سره نه کومې موسسې، نه د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو ریاست او نه هم بل چا مرسته کړې، موسسې مواد هغه کسانو ته وېشي چې پیسې او زور ولري.))
د نوموړي په خبره، مرستندویه توکو ته د یادو کسانو نه اړتیا د دې لامل شوې چې کومکي توکي په بازار کې وپلورل شي.
په ورته وخت کې د غور د ولایتي شورا غړي عبدالبصیر قادري په دغه ولایت کې د «بېوزلۍ او بېچاره ګۍ » لاملونه وچکالي او ناامني بولي او وايي، سره له دې چې یو شمېر موسسې د غور د اوسېدونکو د اړتیا پوره کېدو لپاره بشردوستانه مرستې کوي، خو دغه مرستندویه توکي اړمنو کسانو ته نه وېشل کېږي او ټول مواد د منډوي په پلورنځیو کې پلورل کېږي.
د هغه په خبره، که په بازار کې د دې موادو د پلور مخه ونه نیول شي امکان لري چې مرستندویه موسسې اړمنو کسانو ته د خپلو مرستو وېش ودروي.
نوموړي زیاته کړه: ((په بازار کې زموږ څېړنې ښيي چې ټول کومکي توکي د منډوي په پلورنځیو کې شته، خو څوک نشته چې د پلور مخه یې ونیسي، که موسسې خبر ترلاسه کړي چې خلک دې مرستو ته اړتیا نه لري، نو خپلې مرستې به ودروي.))
سربېره پر دې چې د غور حکومتي چارواکي مني چې دغه مواد اړمنو کسانو ته نه دي وېشل شوي او دوی د بېړني حالت موسسو له کمېټو، د خلکو له استازو او امنیتي ځواکونو ګډ ټېم د دغه موادو د وېش د څرنګوالي د معلومېدو لپاره په دنده ګومارلی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي وویل: (( د خوارک نړیوال پروګروام ادارې په فېروزکوه ښار کې یو شمېر کورنۍ د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راوستلې چې د مرستې وړ نه دي.))
نوموړي زیاته کړه، که یادې مرستې اړمنو کسانو ته ووېشل شي هېڅکله به بازار ته لاره پیدا نه کړي.
له دې مخکې هم د غور اوسېدونکو په دغه ولایت کې د هند د مرسته شوو موادو وېش غیر عادلانه بللی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن