ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو په جغتو کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه وژل شوي دي

د ميدان وردګو په جغتو کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه وژل شوي دي

author avatar
24 Sep 2018 - 12:02
د ميدان وردګو په جغتو کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه وژل شوي دي
author avatar
24 Sep 2018 - 12:02

ميدان ښار(پژواک، ٢ تله ٩٧): خلک وايي،د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ١٢ملکي وګړي وژل شوي، خو چارواکي وايي چې هلته ٤٢ طالبان وژل شوي او له زندان نه يې شل تنه ازاد شوي دي.

ولايتي چارواکي وايي چې په جغتو کې ٣٠ وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي، خو ځينې سيمه ييزې سرچينې يواځې د پنځو طالبانو وژل کېدل تاييدوي.

 د جغتو ولسوالۍ د کلاندې کلي يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ دولتي او بهرنيو ګډو ځواکونو کلاندې ته څېرمه په " ملاحافظ" کلي کې د وسله والو طالبانو پر زندان چاپه ووهله.

سرچينه زياتوي چې د چاپې پر مهال له کلي څخه پر يادو ځواکونو ډزې وشوې او وروسته يې هوايي بريدونه وکړل چې يو بم د مسيح الرحمن پر کور ولګېد.

ده زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې د يادې کورنۍ ١٢ تنه ووژل شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې يوه ښځه او له شپږو تر ١٦ کلونو ١١ ماشومان شامل دي. دى وايي چې په ماشومانو کې ٧ نجونې او څلور هلکان دي.

هغه وايي: "مسيح الله په ايران کې کار کوي، د هغه مېرمن، درې زامن او څلور لورګانې شهيدان شول او کورنۍ يې له منځه ولاړه."

دی وايي چې پاتې څلور وژل شوې نجونې د مسيح الله د تره لورګانې دي.

د حکمت الله ځلاند په نوم يو تن هم په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې په ياد هوايي بريد کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان وژل شوي چې ١١ يې د ده خپلوان دي.

ازاد خبريال حبيب الرحمن ابراهيمي وايي ده ته هم سيمه ييزو سرچينو ويلي چې په ياد هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه وژل شوي دي.

خو د ميدان وردګو ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل په ياده سيمه کې په هوايي بريد کې د ملکي وګړو وژل ردوي.

هغه وايي چې له تېرې ورځې راهيسې په جغتو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې د طالبانو له زندان څخه شل تنه د ملي اردو کسان، کومانډو ځواکونه او ملکي وګړي ازاد شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.