ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې د طالبانو له زندانه د ملي اردو شپږ سرتېري خوشې شوي

په ميدان وردګو کې د طالبانو له زندانه د ملي اردو شپږ سرتېري خوشې شوي

author avatar
24 Sep 2018 - 11:24
په ميدان وردګو کې د طالبانو له زندانه د ملي اردو شپږ سرتېري خوشې شوي
author avatar
24 Sep 2018 - 11:24

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې د طالبانو له يوه زندانه د ملي اردو ٦ سرتېري خوشي شوي او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ  په ملا حافظ او ميزابيک سيمو کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو شپږ سرتېري د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه سرتېري له تېرو څلورو مياشتو راهيسې له طالبانو سره بنديان وو.

غفور وايي چې دغه راز په دې عملياتو کې ١١ وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې دغه راز د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي په دې عملياتو کې د ملکي تلفاتو خبر ورکړى، خو د ملي دفاع وزارت وايي چې دوى څېړنې پيل کړې او په دې اړه به  وروسته معلومات شريک کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د زندان ماتېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې چې بهرنيو ځواکونو په جغتو کې د هوايي بريد پر مهال ١٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.