ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تګاب کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله نهه کسان وژل شوي”

“تګاب کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله نهه کسان وژل شوي”

author avatar
24 Sep 2018 - 18:57
“تګاب کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله نهه کسان وژل شوي”
author avatar
24 Sep 2018 - 18:57

محمودراقي(پژواک،٢تله٩٧): د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

قوماندان وايي چې د همدې جګړو په ترڅ کې د بدراب سيمې په الماس خېلو کلي کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

دى وايي چې په دغه پېښه کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

قوماندان زياتوي چې د روانو جګړو په ترڅ کې لسګونو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د بدراب سيمې اوسېدونکي حاجي خليل پژواک ته وويل چې پر يو شمېر نورو کورونو هم مرمۍ لګېدلي چې له امله يې خلک ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((جګړه اوس هم روانه ده او خلک له کورونو نه شي وتلى.))

په دې اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې امريکايانو د تګاب ولسوالۍ په بدراب سيمه کې پر يوه کور بمبار کړى دى.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.