د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

درانی: د افغانستان په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو د قاچاق مخنیوی دې وشي

درانی: د افغانستان په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو د قاچاق مخنیوی دې وشي

Sep 24, 2018 - 19:18

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٧): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کرنې ته د درې سلنه ملي بودیجې ځانګړي کول کافي نه بولي او وايي چې د نورو هېوادونو پنځه ټنه زعفران د افغانستان د زعفرانو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر نصیر احمد دراني نن د دغه وزارت د پروګرامونو او په هېواد کې د وچکالۍ په اړه د معلوماتو لپاره د ولسي جرګې عمومي ناستې ته رابلل شوی و.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو په دې ناسته کې وویل، د هېواد زعفران بهرنیو هېوادو ته قاچاق کېږي.

خو دراني د اندېښنې په څرګندولو وویل، د افغانستان زعفران نه قاچاق کېږي، بلکې د نورو هېوادونو زعفران د افغانستان د زعفرانو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

هغه د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادرولو او د هغو د څرنګوالي په اړه له جزئیاتو پرته زیاته کړه: ((تېر کال موږ ۱۰،۶ ټنه زعفران تولید درلود، خو له ۱۵ ټنو ډېر زعفران د افغانستان د زعفرانو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.))

نوموړي وویل، دغه بهیر اوس هم ادامه لري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د زعفرانو په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو عرضه کول د هېواد پر بدنامۍ سربېره په نړیوالو بازارونو کې د افغان زعفرانو د بیې د کمېدو لامل شوي، ځکه د افغانستان زعفران ډېر لوړ کیفیت لري او د هغو په پرتله د نورو هېوادونو زعفران ټيټ کیفیت لري. 

نوموړي د افغانستان د زعفرانو په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادرولو د مخنیوي لپاره د ولسي جرګې له غړو د مرستې غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا موضوع یې له جمهوري ریاست سره شریک ه کړې ده.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشر دوست د زراعت پر وزیر د نیوکې تر څنګ نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د زعفرانو په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو د قاچاقبرانو د ښکاره کولو غوښتنه وکړه.

خو د زراعت وزیر وویل: ((هغه اسناد چې له ما سره دي، ولسي جرګې ته يې لېږم، د زعفرانو د قاچاق د مخنیوی په خاطر مې تر اوسه دوه ځلې پر کورنۍ برید شوی دی. تر اوسه یې له ډاره د قاچاقبرانو نوم ماته نه دی اخیستی، خو پیدا کوم یې او له ملت سره یې شریکوم.))

نوموړي دغه راز په نننۍ ناسته کې وویل، د هېواد ځنګلونه قطع او قاچاق کېږي.

هغه زیاته کړه، په دې اړه به ټول معلومات له امنیتي او دفاعي سکتور سره شريک کړم تر څو د قاچاق مخنیوی وشي.

دراني په ځانګړي توګه په هېواد کې د وچکالۍ په اړه وویل، په هغې بودیجې سره چې په هېواد کې د زراعت د سکټور لپاره په نظر کې نیول شوې، ناممکنه ده چې دغه سکټور پرمختک وکړي او د وچکالۍ له امله له رامنځته شوو ستونزو سره مبارزه وشي.

د نوموړي په خبره، د ټول هېواد درې سلنه بودیجه د زراعت سکټور ته ځانګړې شوې او ولسي جرګه باید د بودیجې د تصویب پر مهال دغه سکټور ته زیاتې پیسې ځانګړې کړي.

نوموړي د ولسي جرګې غړو ته په خطاب وویل: ((بودیجه راکړئ، له دې پرته به وچکالي دوام ولري او ډېرو ستونزو سره به مخ شو.))

دراني، زراعت د ټولنې د ملا تیر وباله او ویې ویل، په افغانستان کې د یو کال لپاره یو مېلیارد ډالرو ته اړتیا ده چې د حیواناتو لپاره علوفه تیاره شي چې د وچکالۍ له امله له منځه لاړ نه شي.

هغه زیاته کړه چې د کرنې وزارت د حیواناتو د ژمنۍ علوفې لپاره له حکومت څخه د ۷۰ مېلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل، تر اوسه له اړمنو کسانو سره د ۱۱۱ زره ټنو غنمو مرسته شوې او ۶۰ زره ټنه نور غنم د دغه وزارت په زېرمو کې شته چې د اړتیا پر مهال به په اړمنو کسانو ووېشل شي.

هغه دغه راز په نننۍ ناسته کې وویل، دغه وزارت هڅه کوي داسې نباتات پیدا کړي چې په کمو اوبو ډېر حاصل ورکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement