د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د طالبانو له خوا د غزني- پکتیکا لارې تړل کېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

د طالبانو له خوا د غزني- پکتیکا لارې تړل کېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

Sep 24, 2018 - 16:23

غزني ښار (پژواک، ٢ تله ٩٧): له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې چې له امله يې د دې لارې مسافر له ستونزو سره مخ دي.

شاوخوا څلور مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ځينو ځايونو کې ډله ييز بريدونه وکړل چې له امله يې دغه لار تر اوسه تړل شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار د ارزو سيمې یوه اوسېدونکي عبد الله د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار تړلې ده.

هغه زياته کړه: ((زموږ سيمه د غزني- پکتيکا پر لويه لار پرته ده چې نيم يې د ښار او نيم د ده يک ولسوالۍ مربوط ده، ډېرى وخت په کې طالبان راوځي، پوستې جوړوي او خلک تلاشي کوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه څو ځلې امنيتي ځواکونو د دې لارې د خلاصون لپاره عمليات کړي، خو پر دې نه دي بريالي شوي چې خلاصه يې کړي.

دغه راز د غزني ښار يوه هټۍ وال نورمحمد پژواک ته وويل چې د پکتيکا ډېرو اوسېدونکو او هټۍ والو له دغه ولايت څخه توکي خپل ولايت ته وړل.

هغه وايي: ((له کومې ورځې چې دغه لار بنده شوې، زموږ پر کاروبار يې هم بد اغېز کړى، موږ خپل ډېر مالونه پر پکتيکا والو خرڅول خو اوس بازارونه بېخي خراب دي.))

د غزني- پکتيکا لويې لارې يوه موټر چلوونکي محمدګل پژواک ته وويل چې طالبانو په ارزو، سيني او سلطان باغ سيمو کې دغه لار تړلې ده.

دى وايي: ((عمومي لاره تړل شوې، خو خامه او د کليو په منځ کې لارې شته خو دغه لارې چې دې بيا، هم موټر خرابوي او هم يې کرايه لوړه ده نو ځکه ډېر څوک پرې تګ راتګ نه کوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نوورو اوسېدونکو هم ورته څرګندنې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار تړل شوې ده.

هغه وايي: ((موږ د دې لارې د خلاصون لپاره پلان جوړ کړى و خو کله چې پر غزني بريد وشو، دغه کار پاتې شو.))

خو کليمزي وويل چې د يادې لارې د خلاصون په اړه يې د پکتيکا له چارواکو سره خبرې کړې او ډېر ژر به عمليات پرې وشي.

بل لور ته طالبان هم د دې لارې تړل کېدل تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه لار طالبانو له څه مودې راهيسې تړلې ده.

د هغه په وينا، حکومتي ځواکونو څو ځلې هڅه وکړه چې دغه لار خلاصه کړي خو بريالي نه شول.

مجاهد وايي چې عام وګړي کولاى شي پر خامه لارو تګ راتګ وکړي خو د حکومتي کسانو لپاره ټولې لارې بندې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement