د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور اوسېدونکي د مرستندویه خوراکي توکو له ناعادلانه وېشه شکایت کوي

د غور اوسېدونکي د مرستندویه خوراکي توکو له ناعادلانه وېشه شکایت کوي

Sep 24, 2018 - 18:29

فېروزکوه(پژواک، ٢ تله ٩٧): په داسې حال کې چې د غور یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو له ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي، خو په غور کې د نړیوال غذايي سازمان د سیمه ییز پروګرام مسوول دغه ادعا نه مني او وايي، ټول مواد اړمنو کسانو ته وېشل شوي دي.

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار ځینې اوسېدونکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د خوراک د نړیوال سازمان مرستې چې اوړه، غوړي، مالګه او دال په کې شامل و د ځینو کسانو له خوا په ناعادلانه ډول هغو کسانو ته وېشل شوي چې د مرستو وړ نه دي او دغه مواد په بازار کې په ازاده توګه پلورل کېږي.

د غور دغه اوسېدونکي له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې له دې وروسته خوراکي توکي په عادلانه ډول اړمنو او وړ کسانو ته ووېشي.

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اوسېدونکي شېر احمد پژواک ته وویل: ((له موږ سره نه کومې موسسې، نه د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو ریاست او نه هم بل چا مرسته کړې، موسسې مواد هغه کسانو ته وېشي چې پیسې او زور ولري.))

د نوموړي په خبره، مرستندویه توکو ته د یادو کسانو نه اړتیا د دې لامل شوې چې کومکي توکي په بازار کې وپلورل شي.

په ورته وخت کې د غور د ولایتي شورا غړي عبدالبصیر قادري په دغه ولایت کې د «بېوزلۍ او بېچاره ګۍ » لاملونه وچکالي او ناامني بولي او وايي، سره له دې چې یو شمېر موسسې د غور د اوسېدونکو د اړتیا پوره کېدو لپاره بشردوستانه مرستې کوي، خو دغه مرستندویه توکي اړمنو کسانو ته نه وېشل کېږي او ټول مواد د منډوي په پلورنځیو کې پلورل کېږي.

د هغه په خبره، که په بازار کې د دې موادو د پلور مخه ونه نیول شي امکان لري چې مرستندویه موسسې اړمنو کسانو ته د خپلو مرستو وېش ودروي.

نوموړي زیاته کړه: ((په بازار کې زموږ څېړنې ښيي چې ټول کومکي توکي د منډوي په پلورنځیو کې شته، خو څوک نشته چې د پلور مخه یې ونیسي، که موسسې خبر ترلاسه کړي چې خلک دې مرستو ته اړتیا نه لري، نو خپلې مرستې به ودروي.))

سربېره پر دې چې د غور حکومتي چارواکي مني چې دغه مواد اړمنو کسانو ته نه دي وېشل شوي او دوی د بېړني حالت موسسو له کمېټو، د خلکو له استازو  او امنیتي ځواکونو ګډ ټېم د دغه موادو د وېش د څرنګوالي د معلومېدو لپاره په دنده ګومارلی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي وویل: (( د خوارک نړیوال پروګروام ادارې په فېروزکوه ښار کې یو شمېر کورنۍ د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راوستلې چې د مرستې وړ نه دي.))

نوموړي زیاته کړه، که یادې مرستې اړمنو کسانو ته ووېشل شي هېڅکله به بازار ته لاره پیدا نه کړي.

له دې مخکې هم د غور اوسېدونکو په دغه ولایت کې د هند د مرسته شوو موادو وېش غیر عادلانه بللی و.

خو په غور کې د نړیوال خوراکي توکو د پروګرام مسوول همایون نېکزاد مني چې ممکن د لارې د اوږدوالي او خلکو د نه همکارۍ له امله د دغو موادو په وېش کې ستونزې رامنځته شوې وي، خو وايي چې په هغه اندازه ستونزې چې خلکو او حکومتي چارواکو ترې اندېښنه ښکاره کړې وجود نه لري.

نوموړي زیاته کړه: (( که دا مواد بازار ته هم عرضه شوي وي موږ یې نه رد وو، ځکه کله چې مرستندويه مواد شوارګانو ته تسلیم شوي دي، دوی یې کلي ته د وړلو کرایه نه لرله او مجبور شوي چې ۸ یا ۹ بورۍ وپلوري... په ټوله کې ویلای شو چې له ۹ زرو بوریو اوړو څخه  ممکن یو سلنه چې ۴۵۰ بورۍ کېږي بازار ته عرضه شوي وي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement