د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميدان وردګو په جغتو کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه وژل شوي دي

د ميدان وردګو په جغتو کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه وژل شوي دي

Sep 24, 2018 - 12:02

ميدان ښار(پژواک، ٢ تله ٩٧): خلک وايي،د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ١٢ملکي وګړي وژل شوي، خو چارواکي وايي چې هلته ٤٢ طالبان وژل شوي او له زندان نه يې شل تنه ازاد شوي دي.

ولايتي چارواکي وايي چې په جغتو کې ٣٠ وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي، خو ځينې سيمه ييزې سرچينې يواځې د پنځو طالبانو وژل کېدل تاييدوي.

 د جغتو ولسوالۍ د کلاندې کلي يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ دولتي او بهرنيو ګډو ځواکونو کلاندې ته څېرمه په " ملاحافظ" کلي کې د وسله والو طالبانو پر زندان چاپه ووهله.

سرچينه زياتوي چې د چاپې پر مهال له کلي څخه پر يادو ځواکونو ډزې وشوې او وروسته يې هوايي بريدونه وکړل چې يو بم د مسيح الرحمن پر کور ولګېد.

ده زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې د يادې کورنۍ ١٢ تنه ووژل شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې يوه ښځه او له شپږو تر ١٦ کلونو ١١ ماشومان شامل دي. دى وايي چې په ماشومانو کې ٧ نجونې او څلور هلکان دي.

هغه وايي: "مسيح الله په ايران کې کار کوي، د هغه مېرمن، درې زامن او څلور لورګانې شهيدان شول او کورنۍ يې له منځه ولاړه."

دی وايي چې پاتې څلور وژل شوې نجونې د مسيح الله د تره لورګانې دي.

د حکمت الله ځلاند په نوم يو تن هم په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې په ياد هوايي بريد کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان وژل شوي چې ١١ يې د ده خپلوان دي.

ازاد خبريال حبيب الرحمن ابراهيمي وايي ده ته هم سيمه ييزو سرچينو ويلي چې په ياد هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ١٢ تنه وژل شوي دي.

خو د ميدان وردګو ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل په ياده سيمه کې په هوايي بريد کې د ملکي وګړو وژل ردوي.

هغه وايي چې له تېرې ورځې راهيسې په جغتو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې د طالبانو له زندان څخه شل تنه د ملي اردو کسان، کومانډو ځواکونه او ملکي وګړي ازاد شوي دي.

د ده په وينا، په دغو عملياتو کې ٤٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او تر دېرشو ډېر ټپيان دي.

هغه وايي چې په وژل شويو کسانو کې د جغتو او نرخ ولسواليو لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالان (قاري سيدرحيم او ملامسلم) او په جغتو کې د طالبانو قوماندان ملا عبدالرحمن هم شامل دي.

خو د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور بيا وايي چې په ميدان وردګو کې د طالبانو له زندانه د ملي اردو ٦ سرتېري خوشې شوي او په دې ولسوالۍ کې د شويو عملياتو پر مهال ١١ وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

هغه د ملکي وګړو وژل کېدو په اړه وويل چې  دوى يې په اړه څېړنې پيل کړې او په اړه به  وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

خو د جغتو ولسوالۍ يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي وايي چې له پرون راهيسې د جغتو په بېلابېلو سيمو کې د پنځو وسله والو طالبانو له وژل کېدو خبر شوى دى.

وسله وال طالبان مني چې په ياده سيمه کې د هغوى پر زندان چاپه وهل شوې، خو وايي چې ټول بنديان له دغه ځاى نه خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.

د هغوى په وينا، په دغه سيمه کې د هوايي بريد له امله ١٤ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement