ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۹ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

ننګرهار کې ۱۹ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

author avatar
24 Sep 2018 - 14:34
ننګرهار کې ۱۹ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول
author avatar
24 Sep 2018 - 14:34

جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۷): په ننګرهار ولایت کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري نیول شوي څه باندې ۱۹ ټنه  بېلابېل ډوله نشه یې توکي سوځول شوي دي.

دغه نشه يي توکي چې په ۱۳۹۶یم کال وروستیو او روان کال په ترڅ کې امنيتي ځواکونو نيولي، د تلې په ۲مه د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې وسوځول شول.

د يادو توکو سوځولو پر مهال د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل چې په دغه ولایت کې امنیتي مؤظفینو په ځآنګړي ډول د امنیه قوماندانۍ پولیسو د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو پر مهال څه باندې ۱۹ ټنه نشه یې توکې نیولي چې نن یې د ګومارل شوي هیئت پر وړاندې په عام محضر کې وسوځول .

هغه زیاته کړه، یاد توکې چې د شاوخوا یو کال په موده کې ترلاسه شوي، په تور یې ۴۸۰ تنه نیول شوي چې په ټاکلې وخت عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي .

په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي وویل چې په دغه نشه يي توکو کې تارياک، هيروئين، چرس، مورفين، مسکرات، جامد او مايع کمياوي مواد، کافين، پاپاورين، امفتامين او شراب شامل وو،چې ورسره ۲۰۹ عرادې وسایط هم نیول شوي دي .

نوموړي زیاته کړه، تیر کال د نشه يي توکو د پروسس شاوخوا ۴۵  فابريکې او په کې لسګونه ټنه نشه یې توکې ځای پر ځای هم له منځه وړل شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، ننګرهار کې دمګړۍ ۶۵۰۰ کسان پر نشو روږدې کسان درملنې ته اړتیا لري، چې د عامې روغتيا روغتون د ۲۲۵ تنو د درملنې د بستر  کولو ظرفيت لري، چې په هرو ۴۵ ورځو کې یې درملنه کیږي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.